Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزارشریف کې د چاودنې د قربانیانو له کورنۍ سره د ایران نغدي مرسته

د مزارشریف د «سه دکان» جومات د مرګونې چاودنې د قربانیانو ځينې کورنۍ د ایران اسلامي جمهوريت له نغدي مرستو برخمنې شوې.

په مزارشریف کې د ایران سرکونسل سید حسن یحیوي وايي چې د دغې پېښې د ۲۳ قربانیانو هر کورنۍ ته ۵۰۰ ډالر او د دغې پېښې ۶۳ ټپيانو ته ۳۰۰ ډالر مرسته کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت سرکونسل وایي، چې پر نغدي مرستو سربېره، د دې پېښو پر قربانیانو د درملو، خوراکي توکو او جامو په ګډون د مرستو بستې هم وېشل کxږي.
   
په مزارشریف کې د ایران سرکونسل سیدحسن یحیوي وویل:«په روانه ورځ کې ټاکل شوې ده چې له ایرانه یوه پوځي الوتکه مزارشریف ته راشي او بشري مرستې چې درمل، خوراکي توکي او جامې په کې شاملې دي چارواکو ته وسپارل شي او ان شاالله چې په سمه بڼه به د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ووېشل شي.»

ورته مهال د سه دکان جومات د چاودنې د پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې د دغې پېښې د قربانیانو ډېری کورنۍ په خراب اقتصادي وضعیت کې دي. هغوی چې د نغدي مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو، وايي چې د سه دکان جومات له انجباره هیږ شوي دي.
 
د مزارشریف اوسېدونکی عطامحمد وايي:«ټول جامات له دوړو ډک وو، موږ ډېر هېږ شوي وو، یوه ډېره زړه بوږنونکې صحنه وه، هېڅکله یې نه شم هېرولای، په دویمه سجده کې وم چې چاودنه وشوه او ټول په وینو کې ډوب شول.»

د سه دکان د جومات په چاودنه کې محمدعارف شل کلن زوی وژل شوی دی. دی د ملکیانو په نښه کول بشري ضد جنایت ګڼي او د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.
 
هغه زیاته کړه:«د دغو پېښو مخه دې ونیسي، کولای شي وې نسي ولې یې نه نیسي. خلک به تر کله داسې کړاو ګالي، شهید ورکړي، په ۴۵ کلونو کې خلکو شهیدان ورکړل.»

له دې سره هم مهاله،د ترکیې یوه مرستندوی بنسټ تیکا هم په مزارشریف کې پر ۳۵۰ کورنیو خوراکي مرستې وېشلې دي.

په مزارشریف کې د ترکیې سرکونسل سمیع لطفو تورګوت وايي:«ان شاالله په راتلونکي کې زموږ مرستې ډېرېږي. په روژې مبارکه میاشت کې موږ د خوراکي توکو مرسته وکړه، په نورو وختونو کې هم زموږ مرستې دوام مومي.»

دغه کورنۍ وایي، چې په وروستیو میاشتو کې له بې وزلۍ او بې روزګارۍ سره مخ شوي دي او له همدې امله دغه مرستې کافي نه دي او باید د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه