Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته مسکو؛ که ټول ګډونه حکومت جوړ شي، هغه په رسمیت پېژنو

تر هغه وروسته چې روسیې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت یو ډيپلوماټ ومانه، اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې د مسله په تړاو شین څراغ ښودلی دی.

د مسکو د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې د اوسني حکومت ټول غړي د اسلامي امارت دي او د سرپرست حکومت پراخ بنسټوال به د مسکو نور ګامونه تعیین کړي.

سرګي لاوروف وویل: «موږ غواړو چې په افغانستان کې په بشپړ ډيپلوماټيک ډول د نویو چارواکو د رسميت پېژندنې په تړاو دې ته په پام سره چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، کار وکړو، نه یوازې له اعترافي قومي پلوه، ځکه هغوی اوس هم په خپل حکومت کې ازبیک، تاجیک او هزاره وګړي لري. هغوی ټول د طالبانو سیاسي غړي دي. خو دا سیاسي ټولګډونوالی دی چې راتلونکي ګامونه مشخص کوي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسلکو له ډيپلوماټیکو لارو په منظم ډول له طالبانو سره په اړیکه کې دی. بل خوا یو شمېر سیاستوال د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د افغانستان د خلکو یوه اصلي اړتیا ګڼي.
 
د پېوستون د نهضت مشر اسحاق ګیلاني وویل:«تر هغې چې اسلامي امارت ټولګډونه شوی نه وي، په پرېکنده توګه هېڅ هېواد، نه نږدې او نه هم لېرې هېوادونه حاضر دي چې په رسمیت یې وپېژني.»

بل خوا د کابل سرپرست حکومت ټول شموله ګڼي او زیاتوي چې په دې تړاو تر دې وړاندې هم ګامونه اوچت شوي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«ډپيلوماټيکې او سیاسي اړیکې مطرح کېږي او ترې هرکلی کوو. یو ښه ګام دی. اسلامي امارت هم په خپله برخه کې ځينې ګامونه پورته کړي دي، ځواب ویونکی حکومت چې د ولسي ملاتړ ولري او بشپړ مشروعیت ولري، ډېر ګامونه پورته شوي دي.»

د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې شرطونه دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو اته میاشتې تېرېږي. خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه