د رییسالوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل "بېمطلبه" نهدی.
د رییس الوزرا لومړی مرستیال د کابل په دهسبز ولسوالۍ په پېروزي ښارګوټې د بهرنۍ پانګونې تړون لاسلیکولو په اړه د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، اسلامي امارت په پام کې لري چې په بېلابېلو برخو کې اقتصادي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري، څو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د رییسالوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: «نن له نړیوالې ټولنې سره تعامل بېموخې نهدی. که هغوی تعامل کوي، حتماً کوم مطلب لري او د نړۍ تعامل نن همدا ډول دی چی هغوی به موږ ته او موږ به هغوی ته یو څه ورکوو.»
ورته مهال د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وایي، د پېروزي ښارګوټی کار څلور کاله وړاندې پیل شو، خو د همغږۍ د نهشتوالي او د فساد له امله د دې پروژې کار پای ته و نه رسيده.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زیاتوي، دوی په پام کې لري چې په هېواد کې د څه باندې ۱۳۰ ښارګوټي جوړ کړي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي: «د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په چوکاټ کې مو د ۱۳۱ ښارګوټو پلان جوړ کړی او چمتو دی. سږ کال مو پنځلس نور پلانونه تر کار لاندې نیولې دي.»
بلخوا د پېروزي ښارګوټي مسوول هم وایي، د دې ښارګوټې د جوړېدو د کار په پېلېدو سره به د ۱۳۰۰۰ کسانو لپاره د مستقیم کار لاره اواره شي.
د چیناتاوان شرکت مسوول یومینگ خوی وايي: «موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د اسلامي امارت ټول اصول او قوانین رعایتوو او د افغانستان ګټو ته ژمن یوو او همدراز د خپلو تولیداتو کیفیت ته جدي پاملرنه کوو او مناسبه بیه ټاکو.»
پېروزي ښارګوټی د کابل ښار په پنځه دېرش کیلومټرۍ کې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې موقعیت لري چې شپږ فازونه او د استوګنې ۴۴۹ بلاکونه به ولري.
په دې اړه مو اندونه