Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ په چاودنو کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شو

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د پنج‌شنبې په ماښام د دوو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزیري وايي، لومړۍ چاودنه د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې او دويمه د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې. د نوموړي په وینا دواړه چاودنې په مسافر وړونکو موټرو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ‌ته شوي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزیري وايي: «موږ د سه دکان پېښې عاملان ونیول او د قانون منګولو ته مو وسپارل، د دې پېښې عاملان به هم ونیسو او قانون منګولو ته به یې وسپارلو.»

د دې پېښې یو عیني شاهد امیر خان وايي: «موږ له دې وضعیه ستړي شوي یوو، څو ورځې وړاندې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول. تېره ورځ په‌دې چاودنه څوارلس یا پنځلس شهیدان شول او له شلو ډېر ټپیان شول.»

د مزارشریف اوسېدونکی عبدالغفور وايي: «که نن دا غم یوازې په اهل تشیع دی، سبا به ورسره ټول خلک لاس او ګریوان وي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښې غندلي او په یوه ټویټ کې یې لیکلي، د پنج‌شنې په ماښام په مزارشریف کې چاودنې د افغانانو د ارامۍ او سولې د دښمنانو کار دی.

د دواړو چاودنو قربانیان ملکي وګړي دي.

د روغتيايي سرچینو په خبره، د دې پېښې د اووه ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د درې کسانو پښې پرې شوې دي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وايي: «د شهیدانو له ډلې دوه یې ښځې دي، یو ماشوم او اووه نور سړي دي.»

محمد زمان له خپل یوه ورور او وراره سره په لومړۍ چاودنه کې هغه مهال ټپي شول چې غوښتل یې له خپل کار ځایه کور ته لاړ شي. د محمد زمان د وراره دواړه پېښې په دې چاودنه کې پرې شوې دي.

د محمد زمان خوریه وايي: «‌ډېره زیات اغېزمن شولو، پر موږ داسې پېښه وشوه چې د یو څو شېبو لپاره مې هېڅ فکر نه‌شو کولی چې څه وکړم.»

د دواړو چاودنو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د وړمې پنج‌شنبې په ورځ هم د مزارشریف په سه دکان جامع جومات کې چاودنه شوې وه او په‌کې ۳۱ لمونځ کوونکي ووژل شول او نږدې ۹۰ نور ټپیان شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه