نن مازدیګر د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند یوې خانقا کې چاودنه شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه د دارالامان سیمې د خلیفه صاحب په نوم یوې خانقا کې رامنځته شوې ده.
ورته مهال د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، پهدې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، د دې چاودنې ډېری قربانیان عبادت کوونکي دي، خو عیني شاهدان د دې پېښې قربانیان د کورنیو چارو وزارت له شمېرو لوړ بولي.
تر دې دمه د دې چاودنې د څرنګوالي او کره تلفاتو په اړه ډېر جزییات نهدي ورکړل شوي.
په دې اړه مو اندونه