Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل له هوايي ډګره د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو قاچاق کم شوی

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت وايي، په تېرو اتو مياشتو کې د کابل له هوايي ډګره بهر ته د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو په قاچاق کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل له هوايي ډګره بهر ته د مالونو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي کار دوام لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل:«دلیل یې دا دی چې موږ سنکر ماشین لرو، ژمنه ډله لرو؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو ځواکونه او نورې برخې موجودې دي او له قاچاق مخنیوی کوي.»

 له بل لوري د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل لید لوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی ولي فروزان وايي:«الوتنې نشته، بهرنۍ الوتنې یو ځل تهران او مسکو ته وې، طبیعي ده چې په دا ډول شرایطو کې قاچاق پرې کېږي.»

د سیاسي چارو شنوونکی قاضي نجیب الله جامي هم څرګندوي:«د نشه يي توکو قاچاق په بندرونو او د کابل په هوايي ډګر کې کم شوی دی او دا د حکومت پرېکنده هوډ ښيي او دا روښانه کوي چې د اوسني حکومت اداره او سیاست د دغو ټولو موردونو په خلاف دی.»

بلخوا د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، په اوسنیو شرایطو کې هم په ورځ کې نورو هېوادونو ته شاوخوا ۲۲ الوتنې کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته یې د کابل د هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

Thumbnail

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت وايي، په تېرو اتو مياشتو کې د کابل له هوايي ډګره بهر ته د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو په قاچاق کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل له هوايي ډګره بهر ته د مالونو د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي کار دوام لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل:«دلیل یې دا دی چې موږ سنکر ماشین لرو، ژمنه ډله لرو؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو ځواکونه او نورې برخې موجودې دي او له قاچاق مخنیوی کوي.»

 له بل لوري د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا په دې اړه بېلابېل لید لوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی ولي فروزان وايي:«الوتنې نشته، بهرنۍ الوتنې یو ځل تهران او مسکو ته وې، طبیعي ده چې په دا ډول شرایطو کې قاچاق پرې کېږي.»

د سیاسي چارو شنوونکی قاضي نجیب الله جامي هم څرګندوي:«د نشه يي توکو قاچاق په بندرونو او د کابل په هوايي ډګر کې کم شوی دی او دا د حکومت پرېکنده هوډ ښيي او دا روښانه کوي چې د اوسني حکومت اداره او سیاست د دغو ټولو موردونو په خلاف دی.»

بلخوا د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، په اوسنیو شرایطو کې هم په ورځ کې نورو هېوادونو ته شاوخوا ۲۲ الوتنې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه