Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د خلیفه صاحب پر خانقا د تېرې ورځې چاودنې ته غبرګونونه

د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د خلیفه صاحب پر خانقا د جمعې ورځې خونړۍ پېښه پر کورنیو غبرګونونو سربېره، په نړۍواله کچه هم غندل شوې ده.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، یوناما، ملګروملتونو سزمان، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، ځينو هېوادونو او بنسټونو دغه برید غندلی دی.
 
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وايي:«دغه پرله پسې او له تبعض پرته بریدونه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بې وقفې بې ثباتۍ ښودنه کوي او دغه سازمان د اوسني حکومت له لوري د هرهغه چا پر وړاندې د لاغوڅ دریځ غوښتنه کوي،چې له دغو بریدونو ملاتړ کوي او یایې پلانوي.»

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي او د افغانستان لپاره د بشري چارو همغږي کوونکي هم پر ولسي وګړو او د جوماتونو په ګډون پرملکي ځایونو بریدونه له بشري قوانینو سره په ټکر کې بللي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الکباروف وویل:«دا غیر مقوله ده، چې ملکیان د ورځنيو کارونو پرمهال، د لمانځه لپاره د راټولېدو پرمهال، ښوونیزو مرکزونو، بازار یا کارځای ته د تګ پرمهال له تفکیک پرته په نښه کېږي.»

یوناما، اروپایي ټولنې او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دغه برید په غندلو سره دغه بریدونه د ډارنو کسانو کار بللی او ویلي یې دي، د تاوتریخوالي زیاتېدو افغانان او نړۍواله ټولنه اندېښمن کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې پېښو د عاملانو د مجازات کېدو غوښتنه کړې ده.
                       
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم څرګندوي:«غوره ده چې اوسنی حکومت له خبرو عمل ته راشي، مشخص او عملي تابیاوې ونیسي او له خپلو سره خپلې اړیکې ښې کړي او په لومړي ګام کې په کور دننه مشروعیت ترلاسه کړي او وروسته بهر کې ترڅو د خلکو او نړۍوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.»

د کابل په شپږم حوزه کې د خلیفه صاحب په جومات کې په  خونړۍ چاودنه کې د لسو تنو وژل کېدل او تر شلو د زیاتو نورو ټپي کېدل تایید شوي دي، خو د پېښې شاهدان د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات ګڼي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه