Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو غواړي له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره هیله من دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، ټرانزيټ او انرژۍ په برخو کې په مستقیمه توګه همکارۍ ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه:«موږ د پراختیا، همکارۍ او د سوداګرۍ په برخه کې د مستقیمو اړیکو فرصتونه وینو. تر ټولو لومړی، کرنه، انرژي او دغه راز ټرانسپورټ د افغانستان له ټرانزیټي وړتیاوو دي. په ټولیز ډول په افغانستان کې ۱۴۰ شرکتونه چې د شوروي اتحاد له لوري جوړ شوي دي، د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر حیثیت درلود او دا په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د همکاریو د زیاتېدو لپاره نور فرصتونه رامنځته کوي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان په اوسني وضعیت کې د روسیې دا ګام د هېواد لپاره ګټور ګڼي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وايي:«له دغه کار سره زموږ کرنه وده کوي او زموږ کرنه پرمخته ځي، د دې سربېره زموږ کورني تولیدات چې غیر الکولي څښاک دي، اوبه، نوشابه باب او جوس باب دي چې ظرفیت به یې ډېر لوړ شي.»

خو ځینې نور په دې باور دي، چې روسیه په دې کار سره خپلو تېلو ته د لنډمهالي بازار د پيدا کولو په لټه کې دي.

د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي وویل:«روسیه له افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړیکو له پراختیا سره غواړي چې خپل له لاسه وتلی نفوذ بېرته ترلاسه کړي او له افغانستان سره د روسیې اقتصادي اړیکې له نورو هېوادونو سره چې له روسیې سره مخالفت لري د افغانستان په اړیکو منفي اغېز ونه کړي. موږ هغو اقتصادي اړیکو ته اړمن یوو چې د برابرۍ، تفاهم او همکارۍ پر اصولو استوارې وي.»

روسیه هغه هېواد دی چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې د افغانستان یو له سوداګریریزو شریکانو و او افغانستان ته یې خپل یو اندازه تېل او اوسپنیز توکي صادرول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه