Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت تامین لپاره امنیتي تابیاوې

د امنیت د خرابېدو په تړاو د هېوادوالو له اندېښنو او په پلازمېنې او ځينې ولایتونو کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته، اوس د دفاع وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ د اختر په ورځو کې د امنیت د ټينګښت په تړاو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي.
 
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«خلک له ارام فکر او ذهن سره خپل اختر تېر کړي، ځکه وروڼه یې یعنې مجاهدین د دوی په خدمت کې دي او امنیت یې نیسي او هېڅ ډلې او یا حرکت ته اجازه نه ورکوي چې امنیت خراب کړي.»

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«زه باور لرم چې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې زموږ هېوادوال زموږ د زړورو ځواکونو د امنیتي تابیاو له برکته، اختر د ورورولۍ په چاپېریال کې ولمانځي.»

بل خوا یو شمېر هېوادوال په هېواد کې پر وروستیو پېښو د اندېښنې په څرګندولو سره له امنیتي ادارو غواړي چې د اختر په ورځو کې امنیت ټينګ کړي.
 
د کابل اوسېدونکی مجیب الله مطهري وايي:«دم ګړۍ ټول خلک د وېرې او استرس په حالت کې دي چې اختر دی، د جمعې لمونځ دی او خلک سره راغونډېږي.»
   
د کابل بل اوسېدونکی هوشنګ احرار هم څرګندوي:«له اسلامي امارته په ځانګړې توګه له دفاعي او نظامي برخې زما غوښتنه دا ده چې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې کار وکړي.»

بل خوا د نظامي چارو کارپوهان د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت ساتل یوه حتمي چاره ګڼي.

د نظامي چارو شنونکی عبدالهادی قریشي وویل:«زه چې فکر کوم او خلک یې هم تجربه لري، له دولت سره همکاري او په خپل منځ کې همکاري د دې لامل کېږي چې امنیت په ښه بڼه تامین شي.»

د سرپرست حکومت امنیتي ادارې په داسې حال کې د ځانګړو امنیتي تابیاوو د نیولو خبر ورکوي چې په وروستۍ یوې میاشت کې په هېواد کې خونړۍ پېښې شوې دي چې په تر ټولو تازه پېښه کې د جمعې په ورځ په کابل کې په یوې چاودنه کې لس تنه ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه