Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ګاونډيان او نړۍ دې زموږ په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي'

په کابل کې د اختر لمونځ د اسلامي امارت د چارواکو په حضور سره د یکشنبې په ورځ په ارګ کې ادا کړای شو.

د سرپرست حکومت رییس الوزرا له ګاوندیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

ملا محمد حسن اخند د اختر لمانځه د ادا کولو پر مهال له هغه څه چې د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدل ګڼي، نیوکه کوي او وايي د نړۍ هېوادونه هغه څه باید عملي کړي چې له اسلامي امارت سره یې ژمنه کړې ده.  
 
د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وویل:«موږ وویل چې چا ته ضرر نه رسوو او نه غواړو چې د چا او یا کوم هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړو، که چېرې ګاونډی دی او یا د نړۍ نورو هېوادونه دي. ډاډ ورکوو چې مسلمان یوو او پر خپلې ژمنې ولاړ یوو. موږ پر هغې ژمنې چې کوو یې ولاړ یوو. موږ ورته وايي چې داسې مه کوئ او د دغو مسلمانانو لپاره ستونزې مه رامنځه کوئ. موږ پر خپلو ژمنو وفا کوو او له تاسو هم غواړو چې په خپلو ژمنو ودرېږئ.»

نوموړی وایي، چې هېوادوال سږکال اختر په داسې حال کې لمانځي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت ټینګ شوی دی. ملا محمد حسن آخوند له هغو افغانانو چې په بهر کې دي، غواړي چې هېواد ته راستانه شي.
         
ښاغلي اخند څرګنده کړه:«تاسې له ځان سره فکر وکړئ چې له موږ څه غواړي، له تاسو او ستاسو له مالونو ساتنه وشوه، اولادونه مو وساتل شول، شتمني مو وساتل شوه، سوداګري مو وساتل شوه، له دې ډېر امارت له تاسو سره څه وکړي.»

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټ کې ویلي دي، چې په کندهار کې د اختر لمونځ د اسلامي امارت د مشر په حضور سره ادا شوی دی.

اخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کوچني اختر د راسېدو په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو یو شمېر هغه غړي به په نږدې راتلونکې محاکمه شي، چې د بښنې له فرمان نه یې سرغړونه کړې ده.

حقاني زیاته کړې چې د عمومي بښنې فرمان ته د اسلامي امارت مشر او ټول ځواکونه ژمن دي او ټول یې پر رعایت کولو مکلف دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه