Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اتو میاشتو وروسته له هېواده بهر ته د عبدالله عبدالله سفر

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله پر هېواد د اسلامي امارت تربیا واکمنېدو او له اتو میاشتو وروسته په لومړی ځل هېواد پرېښود. 

ښاغلی عبدالله په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې د اختر په ورځو کې یې د څو ورځو لپاره له افغانستانه بهر ته سفر کړی دی، خو څرګنده کړې یې نه ده چې کوم هېواد ته یې سفر کړی دی.
 
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکینی مشر عبدالله عبدالله ویلي دي:«له خپلې کورنۍ سره د اختر د لمانځلو په پار خپل هېواد په داسې حال کې پرېږدم، »
 په داسې حال کې چې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د اختر د نمانځلو په پار د څو ورځو لپاره هېواد پرېږدم، غواړ چې د هغو شهیدانو روح ته دوعا وکړم چې د ترهګرۍ قرباني شوي دي او خپلو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي ووایم.
هېواد، نارینه او ښځينه باید سره یوموټی شي.

ښاغلي عبدالله له افغانستانه د وتلو پر مهال په یو لړ ټوېټونو کې د پراخ  بنسټه حکومت د جوړېدو په  ګډون پر یو لړ مسایلو ټينګار کړی دی.

«د متوازن سیمه ییز او نړۍوال سیاست رامنځته کېدل زموږ په لرلید لرونکو پرېکړو او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټ حکومت په جوړېدو پورې تړلي دي. د  افغانستان د اکثریت خلکو هیله پر دې لاره ګام اخېستل دي او موږ چمتو یو چې د دغه راز راتلونکي پر لور د حرکت لپاره د تل په څېر له خپل ولس سره مرسته وکړو»

عبدالله عبدالله او حامدکرزی د افغانستان هغه سیاسي څېرې دي،چې د جمهوریت تر سقوط وروسته په په افغانستان کې پاتې شوې دي. که څه هم په وروستيو میاشتو کې د دغو دوو سیاستوالو د کورني بند او ممنوع الخروج کېدو په تړاو هم رپوټونه خپاره شوي وو.
          
د نړۍوالو چارو شنونکي طارق فرهادي وویل:«د سیاستوالو پر تګ او راتګ د محدویتونو لېرې کول ډېره ښه خبر ده، د دې لپاره چې موږ د ملي پخلاینې په لور چې موږ ورته اړتیا لرو سوق کوي.»

د اوسني حکومت کابینې د هېواد ته د سیاستوالو او د مخکیني حکومت د شخصیتونو د راستنېدو په موخه له افغان شخصتونو سره د ارتباط او بېرته راستنېدو په نوم کمېسیون جوړی دی، د اسلامي امارت چارواکي د دغه کمېسیون د جوړېدو موخه افغانستان ته د هغو کسانو رابلل بللي چې له هېواده بهر دي.
 
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا څرګندوي:«د کمېسیون دنده دا ده چې د افغانستان له سیاستوالو سره چې په بهر کې مېشت دي اړیکه ټینګه کړي او د هغوی اعتماد ترلاسه کړي چې افغانستان ته راستانه شي او د افغانستان په سیاسي جوړښت کې ونډه واخلي.»

د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د مخکیني حکومت ډېری چارواکي په بېلابېلو علتونو له هېواده تللي دي. خو د نوي حکومت چارواکو په ځلونو له پخوانیو چارواکو غوښتې دي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه