د هرات ځايي ادارې د افغانستان د تېر دولت د امنیتي ځواکونو او د اسلامي امارت د ځواکونو له کورنیو د خواخوږۍ په پار د هغوی ماشومانو ته اختریزې جامې ډالۍ کړې دي.
ورته مهال د تېر دولت د پوځيانو او د اسلامي امارت د وژل شویو ځواکونو ځينې کورنۍ وايي چې له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وايي:«په ننني پروګرام کې د اسلامي امارت او د تېر حکومت د عسکرو یتیمانو ته جامې وېشل کېږي.»
ینیم ماشومان وایي، چې له پلار پرته ژوند خورا سخت او له غمونو ډک دی. د دوی په وینا،پلرونه یې د یوې تپل شوې او ناغوښتل شوې جګړې قرباني شوي دي.
یتیمه وجیهه وايي:«له پلار پرته ژوند تش او پوچ دی، معنا نه لري. پلار د یوې لور او یا زوی ملاتړی دی. له هغې چې پلار مې له لاسه ورکړی، فکر کوم ملاتړی نه لرم.»
د مخکیني حکومت او د اسلامي امارت د یو شمېر وژل شویو سرتېرو کورنۍ وایي چې د حکومت همکارۍ ته سخته اړتیا لري. دوی د مخکیني حکومت د وژل شویو سرتېرو د اکرامیې د ورکولو د بېرته پېلېدو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت د یوه وژل شوي سرتېري ورور وکیل احمد وویل:«کله چې څوک نه وي کار وکړي، دېره ستونزمنه ده، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې هېڅ شتمني نه لري او څه پاتې نه شي.»
تېرو دوو لسیزو جګړو کې د مخکیني حکومت او د اسلامي امارت لسګونه زره سرتېري او ملکیان وژل شوي دي. د دغو وژل شویو کسانو د کورنیو ژوند چې سرپرست نه لري، له ناخوالو او کړاونو ډک دی.