Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کارګر نړۍواله ورځ؛ د کار له نشتوالي د افغان کارګرانو شکایت

په نړۍ کې د کارکر د نړۍوالې ورځې له لمانځلو سره، په افغانستان کې کارګران د کار له نشتوالي شکایت لري.

افغان کارګران وايي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه په بې مخینې توګه زیاته شوې ده.

د کار نړۍوال سازمان د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي دي چې د ښو کارونو فرصتونه د انسان محوره ناورینونو حل تضمینولای شي.
 
د کار نړۍوال سازمان په یوه ټویټ کې راغلي دي:«ټولو ته دې د کارګر ورځ مبارک وي. په هغې نړۍ کې چې کار په کې د بدلون په حال کې دی د ښو کارونو فرصتونه د انسان محوره  ناورینونو د حل کېدو د تضمین کلي ده.»

محمد ظاهر چې د واټ پرغاړه بوټان رنګوي وايي چې له دولس کلنۍ یې کار کول پېل کړي هغه زیاتوي:«د خدای شکر دی چې زموږ هېواد ارامه شوی دی، مقصد له مخکې نه ارامه دی. که چېرې بې وزلو ته مرسته رسېدای نور به هم ښه وای.»
 
قدرت الله او نجیب الله چې د سړک پرغاړه کار کوي، د کار د زمینې له نشتوالي او د کارګرانو د  لاسګټې له کموالي شکایت کوي.

کارګر قدرت الله وویل:«په تېر کې مې چې کار کاوه د ورځې ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو او یا هم ۳۰۰ افغانۍ کار مو کاوه. اوس د ورځې ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو هم نه کېږي.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د کارګرانو د حقونو  پر ترپښو لاندې کولو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي،چې باید په هېواد کې د کارګرانو لپاره مناسب کاري فرصتونه برابر شي.
    
د اقتصادي چارو شنونکی جنت فهیم څرګنده کړه:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت مکلفیت دا دی، د هغو کسانو لپاره چې دنده نه لري کاري زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو اتو میاشتو کې په هېواد کې ګڼو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او د سړکونو پر غاړه د کارګرانو شمېر زیات شوی دی.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه