Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اوسنیو ننګونو لپاره د مخکیني ولسمشر اشرف غني نسخه

د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني په یوه غږیز پیغام کې، ملي اجماع او سیمه ییزه همکاري په هېواد کې د اوسنیو ننګونو یوازینۍ حل لار ګڼي.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په اختریز پيغام کې یو ځل بیا  له اوسني وضعیته د هېواد د وتلو لپاره خپلې حل لارې وړاندیز کړې دي.

اشرف غني اته میاشتې مخکې افغانستان پرېښود او د هغه له تېښتې وروسته کابل د اسلامي امارت لاس ته ولوېد.

مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي:«له ملي اجماع او د یو بل منل یوازینۍ حل لار ده. له سیمه ییزو همکاریو پرته زموږ راتلوونکی ستونزمن دی، ځکه سیمې دي چې سره یوځای انکشاف کوي او په سیمه ییزو شرایطو کې له چاودنې او ځانمرګي مخنیوی کېدای شي.»

ښاغلی غني د خلکو اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی ګڼي او وایي چې د نړۍوالو مرستو د جذب لپاره طرحه لري. د ده په باور اوس مهال ۵۰ سلنه هېوادوال غواړي چې هېواد پرېږدي.
 
ښاغلي غني وویل:«له هغې جګړې سره چې اوس په اروپا کې یې لمبې پورته شوي دي، له نورې نړۍ سره مرستې کمېږي او هغه اقتصادي ناورین چې نن ښايي له ډېرې پراخې کچې سره په ټوله نړۍ کې بیا ځلې ژوندی شوی، څرګنده اړتیا ده، چې موږ د ځان بساینې او په خپلو پښو د درېدو لپاره واضح لار ولرو.»

اسلامي امارت تر اوسه د اشرف غني د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي. خو د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اشرف غني خبرې چندانې اغېز نه لري.
            
د نړۍوالو چارو شنونکی جاوېد سنګدل څرګندوي:«ښاغلی غني په یو ډول غواړي چې ځان د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې په وړاندې ځان سپين کړي او هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ورکړي چې بېرته هېواد ته راستون شي او په افغانستان کې د یوه ستر سیاسي په توګه حضور ولري.»
 
د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي هم وویل:«اشرف غني له هغو درسونو خبرې کړې دي چې په خپله یې پرې عمل نه دی کړی، په حقیقت کې یې د افغانستان غوره چانسونه یې سوځولي دي او ازمویل شویو رانجو ازمویل خطا دي.»

تر دې وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یوه ټویټ کې ادعا کړې وه چې اشرف غني د اسلامي امارت د سلاکار په توګه هېواد ته د راستنېدو په هڅه کې دی. خو دغه  ادعا تر اوسه نه رد او  نه هم تایید  شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه