Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان بشري مرستې افغانستان ته راورسېدې

د ازبیکستان بشري مرستې د حیرتان له لارې افغانستان ته راورسېدې او د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوې.

د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانکړي استازي له افغانستان سره د مرستو له دوامه خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې ازبیکستان ژمن دی چې له افغانستان سره د بیارغونې او اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي.

د مرستو په دغو بستو کې اوړه، غوړي، ورېجې او درمل شامل دي، دغه مرستې له ازبیکستان سره د هېواد ګډې پولې ته نږدې د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوې.
 
د ازبیکستان د ولسمشر استازی عصت ‌الله ایرګش‌اوف وویل:«تاسو ته قول درکوم، ژمنه کوم چې د اوزیبک ورور خلک به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او هیله لرو د افغانستان خلک چې له بېلابېلو قومونو جوړ دي، پښتون، ترکمن، هزاره، اوزبیک او تاجیک دي هغوی تل په خپل منځ کې ملي یووالی او ورورولي لري او دا اړیکه باید په خپل منځ کې وساتي.»

د ازبیکستان د سرخان دریا والي توره بابالوف هم وايي:«موږ د دوو سیندونو ترمنځ ښه ګاونډیان یوو او هیله کوو چې خپلې ټولې خوښۍ یوځای ولمانځو. هیله لرم چې په افغانستان کې ټیکاو رامنځته شي. زموږ ولسمشر هم په خپلې وینا کې په افغانستان کې پر کرارۍ ټينګار کړی دی. که امنیت وي اقتصاد هم ښه کېږي او بیارغاونه هم ترسره کېږي»

د اسلامي امارت مسوولان د افغانستان له خلکو سره د ازبیکستان مرستې ستایي او د دغو مرستو د دوام غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد څرګندوي:«الحمدالله د افغانستان له خلکو سره یې سخاوتمندانه مرستې کړي چې په ټول کې څلور زره ټنه بېلابېل توکي دي او ۵۸ واګونونه دي چې له ارتزاقي مواد ډک دي. اوړه دي، وریجې دي، واکسین دی، درمل دي او نور شیان دي چې موږ او تاسو ورته اړتیا لرو، دا مرسته شوې ده.»
  
د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وویل:«د اوس لپاره بلخ ته راوړل شوي دي، هغه ولسوالۍ او سیمه چې اړتیا په کې ولیدل شي هغو خلکو ته چې اړمن دي ورکول کېږي.»

په وروستیو اتو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې د ازبیکستان بشري مرستې د حیرتان په بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه