په کندهار ولایت کې ماینونو او ناچاودو توکو د تېرو دوو میاشتو په موده کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د کندهار روغتیايي مسوولان وايي، د ولسي خکلو د اوسېدو په سیمو کې د تېرو جګړو ناچاودي مهمات او ځمکني ماینونه د خلکو ژوند ګواښي چې ډېر کله یې قربانیان ښځي او ماشومان وي.
د یوې ناچاودې ګولۍ چادوني پر مهال د شپاړس کلن حقمل کشره خور وژل شوې، خو نوموړي پهکې غبرګ لاسونه پرې شوي او د بدن نوري برخي یې سختي ژوبلي دي.
حقمل چې دا مهال د کندهار په ولایتي روغتون کې تر درملني لاندي پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «دوه لاسونه مې پرې دي، او پښه مې خوږه ده، له زنګون څخه تر بجلکې پورې سرې غوښې ده، نور په بدن کې شګې نښتې دي. مخ مې دغسې دی چې ته یې وینې.»
د ماین په چادونه کې ژوبل شوی عصمت الله وايي: «ماین مې په چپ لاس کې و چې چاودنه یې وکړه او لاس، ورنونه او پښې یې راته ډېر خوږ کړل.»
په کندهار ولایت لا هم د جګړې پاتې ځمکني ماینونه او ناچاودې مهمات د ډېری ولسي خلګو ژوند ګواښي چې ډېر کله یې قربانیان واړه ماشومان وي.
ټولنیز فعال شمس کامران وايي: «په هغه سیمو چې په وروستیو کې پهکې جګړې شوي، اوس هم هلته د ماینونو او ناچاودو مهماتو جدي خطر شته او هره ورځ د دې سیمو اوسېدونکي او ماشومانو د دې مهماتو له کبله قرباني کېږي.»
په کندهار کې د میرویس روغتون مشر ډاکټر نعمت الله شهزاد په وینا، د کندهار مرکزي روغتون ته د تېرو دوو میاشتو په موده کې ۶۴ تنه د ځمکني ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله ور وړل شوي چې په قربانیانو کې مېرمني او ماشومان هم شامل دي.
سره لهدې چې په هېواد کې شل کلنې جګړې د لسګونه زرو افغانانو ژوند واخیست، خو د مېشت ځایونو کې د وخت پاتې ځمکني ماینونه او ناچاوده مهمات هغه څه دي چې د جګړې له درېدو سره سره د ولسي خلګو ژوند هم ګواښي.
په دې اړه مو اندونه