Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انس حقاني: د ښوونځیو ستونزه به د دیني عالمانو یوې ناسته کې حل شي

د اسلامي امارت یو ارشد غړی انس حقاني وايي، ټاکل شوې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو ستونزه د دیني عالمانو په یوې ناسته کې حل شي.

ښاغلي حقاني چې په خوست ولایت کې یې د یوې ناستې پر مهال خبرې کولې وویل، د دې ستونزې د حل لپاره یو شمېر دیني عالمان او مسلکي کسان ځانګړي شوي او په نږدې راتلونکې کې به دا ناسته جوړه شي.

د اسلامي امارت ارشد غړي انس حقاني په‌دې اړه وویل: «تاسو به یو ښه زیری واورئ او ټول به ورته خوشحاله شئ. موږ باید متوجه اوسو چې بهرني کسان موږ تخریبوي. ډېر خلک اندېښمن شوي وو او دا اندېښنه هم پر ځای وه، ځکه دا د خلکو ستره برخه وه.»

د اسلامي امارت دغه ارشد غړی د اوسني حکومت مخالفو کسانو ته په اشارې وايي، د زور پر ځای باید توافق ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو له لارې کار واخیستل شي.

انس حقاني د دې غونډې ګډونولو ته وویل: «دا زما هیله ده، کومه ستونزه چې د پردې تر شا د خبرو اترو له لارې حلېږي، موږ باید هغه د وینې تویونې له لارې حل نه‌کړو.»

د سرپرست حکومت یو شمېر نورو چارواکو هم په‌دې غونډه کې ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي رییس شفیع اعظم وویل: «دا یو فرصت دی. که خدای مه‌کړه دا فرصت د خپلو لوړو توقعاتو له کبله له لاسه ورکړو، موږ به نه یوازې بدمرغه شو، بلکې زموږ لپاره شرم دی.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو خبره داسې مهال په خوست کې راپورته کېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په تازه توګه د پکتیا ولایت یو شمېر علماوو له اسلامي امارت نه غوښتنه وکړه چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه