Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د حجاب د رعایت په هکله نوی فرمان صادر کړ

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ښځو د حجاب د رعایت کولو په تړاو د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله آخندزاده فرمان صادر کړ.

په هغې توضیحي او تطبیقي طرحه کې چې د اسلامي امارت د مشر له خوا تایید شوې ده د ښځو د حجاب په هکله یادونه شوې ده او د هغه په وروستۍ برخه کې د هغو مېرمنو لپاره چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لیدلوري حجاب رعایت نه کړي تنبیه هم په پام کې نیول شوې ده.

د دغه فرمان په اجرايي برخه کې راغلي دي که چېرې په دولتي بنسټونو کې ښځینه کارکوونکي حجاب مراعات نه کړي له دندې به لېرې کړل شي او هغه مېرمنې چې په دولتي بنسټو کې کار نه کوي له درېیمې سپارښتنې او تنبیې وروسته حجاب مراعات نه کړي ولي ته به یې سزا ورکړل شي.
                            
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وویل:«په لومړي ځل د بې حجابه ښځو کور په نښه کېږي او ولي ته یې سپارښتنه وشي او تنبیه دې شي او په دویم ځل د نوموړې ښځې ولي دې یاد شوي ریاست ته احضار کړل شي او په درېیم ځل دې ولي د درې ورځو لپاره حبس شي او په څلورم پړاو کې ولي محکمې ته وسپارل شي چې په مناسبې سزا محکوم شي»

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند د هغو ښځو په تړاو چې دغه فرمان عملي نه کړي، داسې وایي:«هغه مېرمنې چې د اسلامي امارت په بنسټونو کې کار کوي او حجاب نه رعایت کوي باید له دندو یې لېرې کړل شي. د حکومت هغه منصوبان او ماموران چې مېرمنې او لوڼې یې حجاب رعایت نه کړي دندې یې ځنډول کېږي.»

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست دلته د دغه فرمان د پلي کېدو لپاره د اسلامي امارت د قاطعیت خبره کوي.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي څرګندوي:«ان شاالله چې دا طرحه عملي کېږي.»
                            
بل خوا په دې خبري غونډه کې د اسلامي امارت ویاند وایي چې د اسلامي امارت د تېرو دوو لسیزو قربانۍ د الهي احکامو د پلي کېدو لپاره وې.
                             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«نننۍ یا لوېدیځه نړۍ د دې غوښتونکې ده چې موږ په خپله ټولنه کې اسلامي احکام تطبیق نه کړو د دې سربېره چې زموږ ملت مسلمان دی؛ بلخوا د افغانستان اسلامي امارت د الله (ج) له خوا مکلف دی چې پر ځمکه الهي احکام تطبیق کړي.»

په دې طرحه کې ویلي شوي دي، چې چادري د ښځو لپاره هغه تر ټولو غوره حجاب دی چې له پخوا وختونو راهیسې په افغانستان کې دود دی.

د شرعي حجاب په تړاو صادر شوي فرمان چې د دیني عالمانو له لوري برابر شوی، د اسلامي امارت مشر ته تر وړاندیز وروسته تایید شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه