اسلامي امارت وايي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې د هېواد په کچه یوه غونډه جوړه شي چې د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولینزو مسایلو په هکله به په کې خبرې وشي.
د اسلامي امارت ویاند که څه هم د دغې غونډې د جوړې د کره نېټې په هکله څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې په دې غونډه کې به د قومونو ځينې استازي، د دین عالمان او سیاسي څېرې به ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«په هڅه کې یوو چې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه جوړه شي، د قومونو مشران، سپین ږيري، علما او ټول راغونډ شي، خو دا چې کله به غونډه جوړېږي وروستۍ شوې نه ده.»
بل خوا اسلامي امارت یو جګپوړی غړی انس غړی انس حقاي هیله څرګندوي چې دا غونډه به ښې پایلې ولري.
د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني څرګندوي:«د اسلامي امارت د مشرتابه همدا هوډ او نیت دی، ان شاالله هیله لرم چې دغه غونډه د ټول افغانستان په کچه وي.»
خو د افغانستان په اوسني وضعیت کې به د دې غونډې جوړېدل څومره ګټور وي؟
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد حسیني وايي:«هغه وخت کېدای شي چې دغه غونډه ګټوره او اغېزناکه وي چې له یوه پراخ او جامع ترکیب څخه برخمنه وي. سیاسي او عملي څېرې، ښځې او ځوانان، هغه ډلې دي چې باید په دغې غونډه کې حضور ولري.»
د سیاسي چارو بل شنونکی برنا صالحي هم زیاتوي:«په کورنۍ کچه د خلکو د ملاتړ او پاملرنې جلب دی چې د احتمالي خطرونو له رامنځته کېدو چې واکمني او نظام ګواښي مخنیوی وکړي.»
د دې غونډې د جوړېدو خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د هېواد له یو شمېر دیني عالمانو، مخورو او سیاسي څېرو سره کتلي دي.
په دې اړه مو اندونه