Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دقومي شخړو د پای ته رسولو لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټينګار

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په پکتیا ولایت کې په یوې ولسي غونډه کې د قومي شخړو پر حل او د افغانستان د خلکو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي.

ښاغلي حقاني دغه څرګندونې د قومي مشرانو په یوې جرګه کې چې د هغه او کورنۍ له خوا یې له یوې بلې کورنۍ څخه د بښنې په موخه جوړه شوې وه وکړې.

د کورنیو چارو زارت سرپرست هم چې د خپلې کورنۍ له غړو سره له مقابل لوري نه د بښنې د غوښتنې لپاره خپل ټاټوبي ته تللی دی، وایي چې په دې تړاو د قومي مشرانو د پرېکړې درناوی کوي.
                 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل:«خپل عذر دوی ته وړاندې کوو، چې موږ ته معافي وکړي، موږ وبښي. د دغه قوم په مخ موږ دې وبښي.»

نوموړی زیاتوي:«نن داسې یو تړون راسره وکړئ چې موږ به دا قدم پسې اخلو په لویه پکتیا کې دغه بدۍ په نیکۍ بدلوي دغسې به ځو لوګر ته کابل ته، شمال ته، مشرقي ته دا بدۍ به ټولې ختم وو. حتا د بدیو تخم پرې نه ږدو، دا د جهل مرګونه ختم کړو.»
           
ورته مهال د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني هم څرګندوي:«که تاسې موږ سره دغه وعده کوئ چې دغسې نور اقدامات به هم کېږي کوم چې دلته د جهالت امور په دې قومونو کې وو، مثلاً د قاتل په ځای به نور کسان وژل کېدل د دوی قوم د شرعیت په مطابق له موږه غوښتنه وکړه چې تاسې وعده وکړئ چې نور داسې به نه کېږي اول به موږ دا کوو چې قاتلانو ته معافي وکړو، که دا نه کېدله باید د قاتل پر ځای نور څوک ونه وژل شي.»

بالاخره د قومي مشرانو له پرېکړې او د دواړو لورو تر پخلا کېدو وروسته هغوی یو بل ته غېږې ورکړې.
 
د پکتیا والي مولوي عبدالله وايي:«له دغه ځایه به یې د عفوې کاروان روانه وه، د سولې کاروان به یې روانه وه، او د دغه جنوبي ټولو قومونو به د ټولو افغانستان قومونو ته سرایت ورکاوه.»

احمد خان د وژل شوی کس خپلوان دی. دی وایي چې د دواړو لورو پخلا کېدل د ټول افغانستان لپاره یوه ښه بېګه کېدلای شي:«له خلکو او ولسه موږ دا غوښتنه کوو چې زموږ په طریقه ټول مسلمانان یو بل ته عفوه وکړي، نو افغانستان دی خامخا په یو بل بدۍ شته، مړي شته، باید ټول دا ډول سلوک وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په پکتیا کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې په افغانستان کې د اختلافونو پر پای ته رسېدو او د قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه