Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوکراین ته د سپارل شویو چورلکو د بېرته اخیستو لپاره د ا.ا هڅې

اسلامي امارت وايي چې د هغو چورلکو د بېرته اخیستو لپاره چې د امریکا متحده ایالتونو اوکراین ته سپارلې دي، له امریکايي چارواکو سره به خبرې وکړي.

له دې مخکې سیګر یا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو  ځانګړي پلټونکي په یوه رپوټ کې ویلي دي چې امریکا ۱۶ (ام ای ۱۷) چورلکې او نور پوځي وسایل چې د افغانستان لپاره یې چمتو کړي وو اوکراین ته سپارلي دي.

سیګر په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې امریکا پنځه هغه «Mi-17» چورلکې چې د ترمیم لپاره اوکرایین ته لېږدولې وې، دغه هېواد ته سپارلې دي.
د سیګر په وینا دغه چورلکې د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان لپاره پېرل شوې وې.

د سیګر په رپوټ کې راغلي دي:«د اپرېل میاشتې په نیمایي کې ولسمشر بایډن له اوکراین سره د پوځې مرستو بسته اعلان کړه چې یولس هغه Mi-17 چورلکې هم په کې شاملې دي، چې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وې. د امریکا دفاع وزارت په جنوري میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته په یوې خبرتیا کې وویل چې هوډ لپاره د افغانستان پنځه Mi-17 چورلکې چې د دغه هېواد له لوري ورته په پام کې نیول شوې وې او په اوکراین کې ترمیمېږي، د اوکرایین حکومت ته وسپاري. دغه چورلکې د مارچ په ۱۱مه اوکراین ته وسپارل شوې.»

د سیاسي چارو کارپوه جاوېد جاوېد وايي:«یو حقوقي ابهام موجود دی تراوسه اسلامي امارت د امریکا له خوا په رسمیت نه دی پېژندلی شوی، نو پر دې بنسټ د امریکا تصور دا دی که چېرې هغوی ژمنه لرله له مخکیني دولت سره و، د حقوقي او رسمیت پېژندلو ستونزو تر حل پورې، اسلامي امارت ته د افغانستان د ملکیتونو سپارل به له ستونزو سره مخ شي.»

خو اسلامي امارت د امریکا پر دغه کار په نیوکې سره وایي،چې کابل به د دغو چورلکو د بېرته اخېستو لپاره له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هغه چورلکې چې له افغانستانه ایستل شوې دي لومړني مجرمان هغه کسان دي چې چورلکې یې بهر ته وړي دي هغوی کورني خایینان وو. او دویم دا چې موږ له امریکایانو او هغو هېوادونو سره په بحث کې یوو چې زموږ چورلکې په کې دي، هڅه کوو چې د افغانستان ملکیتونه بېرته افغانستان ته راستانه کړو.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت منلې وه چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته تر  څلویښتو زیاتې چورلکې تاجیکستان او ازبیکستان ته لېږول شوې دي او له دغو هېوادونو یې غوښتې وو،چې ژر تر ژره دغه چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري.

تر دې وړاندې اسلامي امارت منلې وه چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته تر  څلویښتو زیاتې چورلکې تاجیکستان او ازبیکستان ته لېږول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه