Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران کې د سرشمېرنې بهیر په اړه د افغان کډوالو اندېښنې

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دې هېواد کې د پیل شوې سرشمېرنې د بهیر په اړه اندېښمن دي. دوی وایي، که د سرشمېرنې د پاڼو نېټه یې و نه‌ غځول شي؛ له ناڅرګند برخلیک سره به مخ شي.

افغان کډوال پرویز امیري وايي: «کډوال له سرشمېرنې ډار لري، ځکه معلومات یې ثبتېږي چې له هېواده یې و نه باسي او بله دا چې د کار څښتن یې ورسره د فورمې په ډکولو کې مرسته نه‌ کوي.»

ورته مهال په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي: «په ایران کې د سرشمېرنې بهیر د بې‌‌ اسناده افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوی، خو یو شمېر دې د کډوالۍ پاڼې نېټې غځېدو ته اندېښمن دي.»

بل‌خوا اسلامي امارت وایي، په ایران کې یې د افغان کډوالو د وضعیت د ارزولو لپاره دې هېواد ته یو پلاوی ورلېږلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هو، د کډوالو موضوع موږ ته مهمه وه او په دې اړه ځینې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې په همدې خاطر مو پلاوی واستوه، څو په دې برخه کې همکاري وکړي او ان‌شاء الله چې له مثتبې پایلې سره به راستانه شي.»

یو شمېر نور  ځوانان ادعا کوي چې ۳۰۰ سوه افغان کډوال په اجباري ډول له ترکیې اېستل شوي دي.

یو کډوال محمد اسماعیل صافی وايي: «لس میاشتې وړاندې ترکیې ته تللي وو، دوه میاشتې په زندان کې وو، له موږ یې پوښتنه و نه‌کړه موږ ورته وویل چې زموږ ګناه څه ده، راته یې کړل، تاسو حکومت نه‌لرئ، دولت نه‌لرئ په همدې خاطر.»

د بسم‌الله په نوم یو بل کډوال وايي: «زموږ وضعیت خراب دی، پیسې نه‌شته، کار نه‌شته اوس له موږ سره پیسې نه‌شته چې تر خپل ولایت ننګرهار پورې لاړ شو ان تر دې پورې چې د ټکسي کرایه هم نه‌لرم او همداسې ولاړ یوو.»

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو راهیسي ګڼو افغانانو د بېلابېلو ستونزو له کبله افغانستان پرېښی دی، خو ډېری یې له  بې‌برخلیک حالت سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه