Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات ښار کې یو شمېر ښځې او نجونې په ازادانه ډول موټر چلوي

که څه هم په هرات ولایت کې ښځو ته د موټر چلولو لایسنس ورکول ځنډول شوي، خو لا هم یو شمېر ښځې او نجونې په ازادانه ډول په هرات ښار کې موټر چلوي.

شیما وفا په هرات کې د لسګونو موټر چلولو یوه مېرمن ده. هغه یوه خبریاله ده چې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسي په هرات کې موټر چلوي. نوموړي وايي، هره ورځ له خپل موټر سره کوره د باندې وځي او له هر ډول محدودیت پرته په هرات ښار کې موټر چلوي.

شیما وفا طلوع‌نیوز ته وویل: «زما لپاره د خوښۍ ځای دی او ما سره مرسته کوي که دا ډول وړتیا لرم چې خپل کار او ژوند ته مې له خپل موټر سره رسېدنه کوم.»

د هرات په څېر دودیز ښار کې څه باندې یوه لسیزه موټر چلول د شیما او لسګونو نورو نجونو لپاره ساده کار نه و. دغه مېرمنې د محدودیتونو او ځينو هغو نارینه‌وو پر وړاندې ودرېدې چې د ښځو له موټر چلولو سره مخالف وو.

شیما وفا زیاتوي: «ډېر کلونه کېږي چې د موټر چلولو اجازه راکړل شوې ده چې د سړیو تر څنګ خپلې ستونزې له موټر چلولو سره حل کړو.»

په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته په هرات کې ښځو او نجونو ته د موټر چلونې ورښودل درول شوي او دغه راز د موټر چلونې لایسنس نه ورکول کېږي. د هرات د ټرافیکو مدیریت وایي، ښځو ته د موټر چلولو د جواز د ورکولو د بېرته پېلېدو لپاره د هېواد د ټرافیکو د عمومي ریاست امر ته په تمه دي.

د هرات د ټرافیکو ریاست د موټر چلونې د جواز امر امید منتقم وايي: «په لومړيو ورځو کې مو یو څو لایسنسونه چې په پخواني حکومت یې یې کارونه بشپړ شوي وو، وویشل، خو په اوسني حکومت کې موږ د ښځو لپاره هېڅ ډول کورس نه‌ درلود او تر دویم امر پورې یې چارې ځنډېدلې دي.»

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، تر دې دمه په‌دې ولایت کې د ښځو د موټر چلولو برخه کې هېڅ ډول محدودیت نه‌شته.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «کله چې ځينې مسایل رامخ ته کېږي د معلوماتو د کموالي له کبله دي، خو په لوړه کچه موږ ته تر دې مهاله داسې کوم مکتوب نه‌دی راغلی.»

په وروستیو کلونو کې په هرات ښار کې د ښځینه موټر چلوونکو شمېر زیات شوی دی. سره له دې چې هرات د هېواد یو دودیز ښار دی، خو تر اوسه په دې ښار کې د ښځو او نجونو له موټر چلولو سره جدي مخالفت نه‌دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه