Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر اسلامي امارت د فشار زیاتوالي په هکله د امریکا ګواښ

د ښځو د حجاب په تړاو د اسلامي امارت فرمان ته د پراخو نړۍوالو غبرګونونو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي، چې که طالبان د ښځو او نجونو په هکله خپله وروستۍ پرېکړه بدله نه کړي، نو پر کابل به د امریکا فشارونه زیات شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:«زموږ خبره دا نه وه چې اوسني طالبان له هغو طالبانو سره چې په پخوا کلونو کې وو، توپېر لري. له خپلو نړۍوالو متحدانو سره زموږ بحث تل دا و، چې موږ هغه سرچینې لرو چې پر طالبانو د فشار د اهرام په توګه ترې کار واخلي، پر طالبانو به د فشارونو د زیاتولو لپاره ګامونه پورته کړو، څو هغوی پر خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي او پر هغه څه چې ویلي یې دي، عمل وکړي.»
 
خو اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو د حجاب په تړاو تازه فرمان یوه کورنۍ مسله ګڼي او له امریکا غواړي چې له کابل سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
  
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«له امریکا غواړو چې د زور پر ځای هڅه دې وکړي چې له ډپيلوماټيو لارو په رسمي توګه ټولو ستونزو او اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»

بل خوا د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ غړې د ښځو د حجاب په تړاو د اسلامي امارت د نوي فرمان په غبرګون کې د سه شنبې په ورځ د پلازمېنې واټونو ته راووتلې او اعتراض یې وکړ. دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه فرمان په تړاو د اسلامي امارت د بیاکتنې غوښتنه وکړه.
    
د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ مشره مونسه مبارز څرګندوي:«د افغانستان ښځې هېڅکه یوه لار او طریقه چې د ظلم او فکر یوه کوچنی غنیمت دی نه مني او تر وروستۍ سلګۍ به په دې تړاو مقاومت وکړي.»

بل خوا د ښوونې او روزنې فعالې ملالې یوسفرۍ، د اسټرالیا او ناورې د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجرایي رییسې د اسلامي امارت له لوري د ښځو د حجاب په تړاو د صادر شوي فرمان په غبرګون کې پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اسلامي امارت پر چارواکو فشار راولي.
  
د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییه رییسه سیما بحوث وايي:«په ملګروملتونو کې موږ ښځې له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره د بشري حقونو د قوانیو پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ښځو او نجونو حقونو، د ښځو او نجونو د خپلواکو حرکتونو، د ښځو د کار حق او د نجونو فردي آزادۍ ته درناوی وکړي، څو هغوی په خپله پرېکړه کوونکې و اوسي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسوولانو د ښځو د حجاب په تړاو یو فرمان اعلان کړ چې له مخې یې له دغه فرمان نه د سرغوړنې پر مهال به د کورنۍ مسوول تنبیه کېږي.

ورته مهال کابل دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د زور پر ځای دې خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه