د کابل ښاروالۍ وايي چې د کابل ښار په څه باندې ۱۰ ناحیو کې ۳۵ تنه د ولسي ټاکنو له ترسراوي وروسته د وکیلانو په توګه وګومارل شول.
د کابل د ښاروالۍ په وینا، دغه بنسټ ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې د هغه پر بنسټ، د ګذر وکیلان په هغو ټاکنو کې چې د هماغې ناحیې په کچه ترسره کېږي له ګډون او بریا وروسته به وګومارل شي.
د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته دا لومړی ځل دی،چې کابل ښاروالي د پلازمېنې په بیلابیلو سیمو کې د خلکو له لوري د ټاکنو له لارې د ګذر د وکیلانو د ټاکل کېدو خبره کوي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت بارکزی وايي:«له سیاسي بدلون وروسته تراوسه، ۳۵ ټاکنې ترسره او د ګذر ۳۵ وکیلان انتخاب شوي. موضوع دا ده. کله چې خلک د ګذر وکیل له فعالیته شکایت ولري، یا د ګذر وکیل مړ شوی وي او یا هم د هغوی یو له دندې ګوښه شي، په هغو ګذرونو کې ټاکنې ترسره کېږي.»
د سیمې اوسېدونکي وایي چې پخوا د ګذر وکیلان د ټاکنو له ترسره کېدو پرته ټاکل کېدل. دوی د کابل ښاروالۍ دا کار (د ټاکنو له لارې د ګذر وکیلانو غوراوی) ستایي.
د کابل اوسېدونکی عبدالرحیم وايي:«داسې موردونه شته چې د ګذر وکیل له شتونه پرته یې امکان نشته؛ لکه په سیمه کې غلا کېږي، یو کس وژل کېږي، یو کس جایداد اخلي او پلوري.»
د کابل بل اوسېدونکی امین الله هم زیاتوي:«له هغه وکیله چې موږ نن وټاکه، دا ده چې زموږ خلکو ته خدمت وکړي او حق او حقوقو ته یې رسېدنه وکړي. موږ له دې کاره راضي یوو.»
کابل ښاروالۍ دغه راز ژمنه کوي، چې د ګذر د ټولو وکیلانو فعالیت د دې ادارې تر نظر لاندې دی او که چېري له ټاکل شویو وکیلانو نه خلک شکایت وکړي، نو له هغوی سره به قانوني چلن وشي.
په دې اړه مو اندونه