Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: پنجشېر کې څه باندې۱۰۰مخالفین اسلامي امارت ته تسلیم شوي

د پنجشېر ځايي چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰ مخالف ځواکونه د قومي مشرانو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

تر هغه وروسته چې په پنجشېر کې د اسلامي امارت او مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ د جګړې رپوټونه خپاره شول، اوس د دغه ولایت د والي ویاند ادعا کوي،چې تر ۱۱۰ زیات مخالف وسله وال اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

د پنجشیر د والي ویاند  ابوبکر صدیقي وايي:«د مخالفو ۵۰ ځواکونه چې د ابشار غرونو ته تښتېدلي وو، له خپلې وسلې سره اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي او همدارنګه څه باندې ۶ف۰ تنه چې په دره ولسوالۍ کې په تېښته وو په غرونو کې له خپلو وسلو سره تسلیم شوي دي.»

په دې لړ کې د مقاومت جبهه د دې خبرې په ردولو سره ادعا کوي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د بغلان د اندراب ولسوالۍ په قاسان دره کې څلور ملکیان ویشتي دي.

صلاح الدین رباني هم ویلي دي، چې په پنجشیر او د اندراب په قاسان دره کې د ملکیانو د تلفاتو رپوټونو ته اندېښمن دی او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا یې غږ کړی دی، چې پر دې مسلې غور وکړي.

خو اسلامي امارت ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړول رد وي.

د پوهنتون استاد حامد عزیز مجددي وویل:«د جګړې دواړه لوري د جګړې په لړ کې باید د بشري حقونو منل شوي قواعد په پام کې ونیسي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.»

د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي وايي:«ملکي کسانو، عامه او خصوصي شتمنیو ته زیان نه رسېدلو ته په ټينګار اشاره شوې ده، دغو قوانینو ته نه پاملرنه د جګړې لوریو ته به درند مسوولیت ولري.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه