Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سهیل شاهین: د حجاب د رعایت فرمان کې چادري تحمیل شوې نه ده

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي چې په افغانستان کې د چادري (برقع) اغوستل تحمیل شوې نه ده بلکې هغه په دغې هېواد کې له پخوا تراوسه د حجاب په توګه دود دی.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر له ټاک ټلویزیون سره په مرکه کې د حجاب د ډول په هکله وایي، چې هرې هغه جامې چې د ښځو ځان وپوښي حجاب دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وویل:«افغان مېرمنو په پېړیو پېړیو حجاب مراعات کړی دی او هغوی په خپله خوښه حجاب اغوندي، نو دا د هغوی لپاره کوم اضافي کار نه دی. اعلامیه نه وایي، چې چادري تحمیل شوې او د ښځو لپاره یوازینۍ حجاب دی، بلکې په اعلامیه کې ویل شوي چې د حجاب بېلابېل ډولونه شته او د منلو وړ دي.»

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر هم څرګندوي:«په فرمان کې په څرګنده ویل شوي چې چادري یا برقع یوازې حجاب نه دی بلکې هغه حجاب چې د سیمې اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخیستل کېږي او همدارنګه پړونی یا ټکری چې کلیوالو سیمو کې د حجاب په توګه ترې کار اخلي، ټول حجاب کې راځي.»

بل خوا په هرات کې یوشمېر ښځو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو د حجاب په تړاو پر خپاره شوي فرمان د بیا کتې غوښتنه کړې.

د ښځو د حقونو فعاله فاطمه فراهي وايي:«د افغانستان ښځې مسلمانې دي او اسلامي حجاب رعایت کوي، هیله لرو چې اسلامي امارت پر خپل وروستي فرمان چې د افغانستان ښځو ته یې صادر کړی د چې د چادري اغوښتل او یا هم د مخ پټول موضوع ده بیا کتنه وکړي او وکړای شي چې د افغانستان د ښځو رضایت بیا ترلاسه کړي.»

په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ډیبرالاینز د رییس الوزرا له دویم مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اعادې غوښتونکې شوه.

په افغانستان کې د یوناما دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي دي:«ډیبرا لاینز د طالبانو له مشرتابه سره د دې اوونۍ په ناستو کې د ښځو د حقونو د محدودیدو پرځای د هغوی د پراختیا، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو د پرانیستل کېدو او په کار او عامه ژوند کې د ښځو د بشپړې برخې اخیستو غوښتنه وکړه. هغې وویل چې افغانستان د راتلونکو ننګونو لپاره هر اړخیزې هڅو ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په یوه سمینار کې چې ولایتي مسوولانو او د کابل د حوزو آمرانو په کې ګډون درلود، وویل چې باید د امر بالعمروف او نهي عن المنکر په نامه خلک له اسلام نه متفره نه کړای شي او ټینګار یې وکړ چې خلک له دوی نه د ترحم تمه لري.

د حجاب په تړاو د اسلامي امارت نوی فرمان هغه مسله ده،چې په دې ورځو کې یې ډېر بحثونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه