Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د مُلکیانو د ربړونې او تلفاتو د ادعاوو په تړاو اندېښنې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست، په پنجشېر کې د ولسي وګړو د ربړونې او مرګ ژوبلې په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پنجشیر، اندارب او تخار کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وایي،چې په پنجشیر کې د ملکیانو د وژل کېدو په تړاو رپوټونو ته اندېښمن دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وون برانټ وویل:«په پنجشېر کې د ملکیانو د وژل کېدو او د ناسم چلن رپوټونو ته اندېښمن یوو. موږ د بې ګناه کسانو د وژل کېدو له امله خواشیني یوو. دغه وضعیت ته په کتو یو ځل بیا د حکومتوالۍ په برخه کې یوې اوږدمهالې پراخې حل لارې ته اړتیا احساسېږي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم په یوه ټوېټ کې ویلي دي، چې په پنجشېر، تخار او اندراب کې دې د ملکیانو وژنه ودرول شي.
             
د بشري حقونو فعاله فرح مصطفوي څرګندوي:«د افغانستان خلک د جګړې له لوریو هیله لري چې د جګړې او سولې قوانین او اصول رعایت کړي چې له دې ډېر د افغانستان له بې غږه خلکو نوره قرباني وانه خلي.»

خو اسلامي امارت په دغو سیمو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل ردوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«چا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ د هېواد امنیت خراب کړي او د هغو کنګوسو په هکله چې ګواکې مُلکي کسانو ته زیان رسېدلی دی، دا موږ په بشپړه او جدي توګه رد وو.»

د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي هم زیاتوي:«په اوسنیو شرایطو کې، پنجشېر په بشپړه توګه امن دی، دننه په پنجشېر کې هېڅ نښته نه ده شوې. د پوځيانو د ربړونه چې د ځينو کسانو له خوا ورته لمن وهل کېږي، په بشپړه توګه یو دروغ بحث دی. دلته هېڅ څوک ربړول شوي نه دي.»

په پنجشېر کې د اسلامي امارت د ځواکونو او مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د جګړې ویډیوګانې خپرې شوې دي. خو اسلامي امارت وایي چې په پنجشېر کې وضعیت عادي شوی او پر پنجشېر سربېره په اندراب کې هم چاڼیز عملیات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي ټوماس نکلاسون سره په لیدنه کې ویلي دي، چې نړۍ باید د اسلامي امارت د وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«د دوحې پر معاهدې له ټنیګار سره ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره دې د چا لپاره ګواښ نه وي او له نړۍ هم غواړي چې له وسله والو مخالفانو سره مرسته ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې د مقاومت جبهې د اسلامي امارت ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو او په پنجشېر، بغلان او تخار کې د څو ولسوالیو د نیولو ادعا وکړه، خو اسلامي امارت دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه