Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حج مراسم؛ عربستان افغانستان ته کمه ونډه په پام کې نیولې

د حج او اوقافو وزارت وایي، چې د حج د مراسمو لپاره د افغانستان ونډه د وړاندې کلونو پرتله کمه شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، په روان کال کې تر ډېره هغو کسانو ته موکه ورکول کېږي، چې په وروستیو دوو کلونو کې حج ته د تګ لپاره انتظار پاتې شوي دي.
 
د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس  فضل محمد حسیني وايي:«په روان کال کې هغو کسانو ته چې په تېرو کلونو کې یې نوملیکنه کړې ده د هر ولایت د نفوس په تناسب ونډه ورکول کېږي چې وکړای شي حج ته ولاړ شي.»

د ښاغلي حسیني په وینا، هغه کسان چې عمر یې له پنځه شپیتو کالونو نه زیات وي، د سږکال د حج په مراسمو کې نه شامیلېږي. د ده په وینا، د وېزې اخیستنې بهیر هم سږکال په آنلاین بڼه ترسره کېږي:«سعودي عربستان هغو کسانو ته چې حج ته درومي داسې شرطونه لګولي دي چې عمر یې له ۶۵ کلونو زیات نه وي او واکسین یې هم کړی وي.»

خو دغه کار د یو شمېر هېوادوالو نیوکې راپارولې دي.

د بامیان اوسېدونکی سید سلطان وايي:«هیله لرم هغه محدودیتونه چې سعودي لګولي دي، لېرې شي څو ټول وکړای شي حج ته ولاړ شي.»

د بدخشان اوسېدونکې زینب هم طلوع نیوز ته څرګندوي:«دا چې خلک کولای شي حج ته ولاړ شي، خوشحاله یم؛ خو هیله لرم چې عربستان د افغانستان ونډه زیاته کړي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرانسپورټ د عمومي ریاست او حج او اوقافو وزارت ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیکېدو خبر ورکوي.

 د دغې هوکړې له مخې پرهغو کسانو د پاسپورټونو د وېش بهیر چټکیږي،چې سږکال حج ته ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه