د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ایوب صابر په نوم یو جومات کې چاودنه شوې ده.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا، چاودنه د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې چاودنه کې درې کسان تپیان شوې دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاتوي، امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته رسېدلي.
امنیتي مسوولانو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څه نهدي ویلي او نه هم د دې پېښې د تلفاتو شمېرې وروستۍ شوې شوې نهدي.
تر دې مهاله د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نهدی منلی.