Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فایق: د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره غونډه جوړه وو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي وایي،چې په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو د حل لارې د پیدا کولو لپاره به یوه غونډه جوړه کړي.

د نصیر احمد فایق په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان د بېلابېلو پرګنو استازي او سیاسي څېرې ګډون وکړي.
   
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت پر یوې داسې طرحه کار کوي څو یې پر بنسټ یې په کوردننه او بهر د بېلابېلو پرګنو هغه د باور وړ افغانان چې سوله پال وي او د افغانستان یووالي، حاکمیت، هوساینې او ملي ګټو ته ژمن وي راټول کړو.»
   
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی نصیر احمد تره کی هم وايي:«هر سیاسي حرکت چې د نړۍ په هره څنډه کې چې د افغانستان د اوسني سیاسي کړکېچ او د یوه ډول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره رامنخټّ شي او په افغانستان کې د سیاسي او دایمي ټيکاو د رامنځته کېدو لامل شي، د هر اړخ چې وي د افغانستان خلکو ته د منلو وړ دی.»

بل خوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي د دې طرحې هرکلی کوي، خو وایي، چې که چېرې په دې غونډه کې ټولې اغېزناکې او ښکېلې غاړې ګډون ونه کړي، نو ګټوره به نه وي.

پخوانی ډيپلوماټ محمود راغي څرګندوي:«تر هغې چې ښکېل لوري ګډون ونه کړي او د افغانستان ژور او ریښه لرونکی کړکېچ چې په د واک په انحصار او تمرکز کې نغښتی دی پرې بحث او ارزونه ونه شي او د نړۍ د منل شویو او امتحان شویو میکانیزمونو له لارې، چې عبارت دي له ټاکنو او په عادلانه توګه د واک او ثروت وېش دی پاملرنه ونه شي دا ډول غونډې به کومه پایله ونه لري.»

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې ګلالی اکبري وايي:«هغه کسان چې په دغې غونډه کې ګډون کوي له ټولو قومونو او ټولو ګوندونو څخه په ځانګړې توګه ښځې وي چې مېرمنې وکړای شي د ښځو ستونزې او د ښځو غږ پورته کړي.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، سرپرست حکومت به هېچاته اجازه ورنه کړي چې د هېواد اوسنی وضعیت ګډوډ کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اوس د دې وخت رارسېدلی باید ټول هغه کسان چې په بهر کې دي د اسلامي امارت غېږه هغوی ته پرانیستې ده چې خپل هېواد ته راستانه شي او ارامه ژوند وکړي او اوس د افغانستان خلک هېچا ته فرصت نه ورکوي چې بیا امنیت خراب کړي او هېواد له نورو ستونزو سره مخ کړي.»

پرون هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو د حجاب، د نجونو د ښوونځیو او بشري حقونو پورې اړوند نورو مسایلو په تړاو د تړلو دروازو ترشا خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه