Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له زیاتوالي اندېښنې

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له زیاتوالي اندېښمن دی.

د افغانستان لپاره د یونېسف رییس د پکتیا په سيمه‌ ییز روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو له روغتیایي وضعيته د لیدنې پر مهال، په هېواد کې د دغې ناروغۍ پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ‌ده.

ډاکټرمحمد ايويا په دې لیدنه کې يادونه وکړه چې، دا مهال په افغانستان کې ۱،۱ مېلیون ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې د وقایې لپاره يې باید نړيوال مرستندویه بنسټونه عاجل اقدام وکړي.

افغانستان کې د يونيسف عمومي رییس ډاکټر محمد ايويا وویل:«له بده مرغه چې په افغانستان کې بې وزلي او تنګلاسي د دې لامل شوی چې ځينې میندې د امیندوارۍ پر مهال مناسبو او کافي خوړو ته لاسرسۍ ولري او له همدې امله ده چې ځینې ماشومان مخکې له مخکې په خوارځواکۍ اخته نړۍ ته راځي.»

په ورته مهال، پکتیا د سیمه ییز روغتون مسوولین وايي، د تېرو درېیو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د دوی په وينا د روان کال د وري په میاشت کې ۲۵۲۵ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د پکتيا سيمه ايز روغتون مشر ډاکټرنعمت الله زهير وايي:«په پکتیا کې د تېر پرتله د خوارځواکۍ شمېر زیات شوی دی؛ البته د خوارځواکۍ شدید ناروغان چې موږ یې په ټوله پکتیا کې لرو شمېر یې یو اعشاریه شپږ سلنې ته رسېږي.»

د پکتیا سیمه ییز روغتون د معلوماتو او شمېرو پر بنسټ پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په مړینه کې د تېر کال پرتله له ۸ تر ۱۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه