Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوهنې وزارت له خوا د خیالي ښوونکو د بستونو څېړنه

د پوهنې وزارت وايي چې د خیالي ښوونکو بستونه څېړي. پوهنې وزارت په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د هېواد د اتو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ښوونکو او اداري کارکوونکو اوه زره بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل. چې له دې منځه کابو ۳۰۰۰ بستونه یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا عمومي رییس اول ګل ایوبي وویل:«د ښوونکو او اداري کارکوونکو اوه زره بستونه اعلان شول؛ دا زما، د پوهنې وزارت، اداري اصلاحاتو، د امتحاناتو ملي ادارې او ټول ملت ته د ویاړ ځای دی.»

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي هم څرګنده کړه:«په ټول افغانستان کې د پوهنې او روغتیا په سکټور کې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو او د زده کړې د کچې د لوړولو او زده کړې ده د زمینې د برابرولو په موخه د یادو شویو ادارو په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»

که څه هم په په دې غونډه کې د نجونو د متوسطو او لېسو د بېرته پرانیستل کېدو په اړه څه ونه ویل شول، خو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې د دیني علومو ترڅنګ پر عصري زده کړو هم تمرکز لري.
 
د چارو د ادارې مرستیال نور الحق انوري څرګنده کړه:«هغه هېوادونه چې د نوملړ په سر کې ځای نیسي هغه دلیل دا دی چې هغوی په علم کې پرمختګ کړی دی او وسایل یې زیات دي.»

په داسې حال کې چې، د رپوټونو له مخې، ډېری ښځینه ښوونکې په کورونو کې ناستې دي، د پوهنې وزارت وایي، چې په څلرویشتو ولایتونو کې د ښوونکو له کموالي سره مخ دي. د پوهنې وزارت د بشري سرچینو رییس د ښځينه ښوونکو د برخلیک په تړاو د طلوع نیوز د پوښتنې په ځواب کې داسې وایي.

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا عمومي رییس اول ګل ایوبي وویل:«هغه ښځينه ښوونکي چې له شپږم ټولګي پورته یې هلکانو ته تدریس کاوه، اوس په کورکېنول شوي دي تر هغې چې مشرتابه موږ ته امر ونه شي د هغوی معاش په کورونو کې ورکول کېږي.»

که څه عم د سرپرست حکومت چارواکو او پوهنې وزارت ویلي دي، چې د نجونو پاتې ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي. خو تر اوسه د دغو ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو او دندې ته د ښځینه ښوونکو د بېرته ستنېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه