په پنجشیر، اندراب او تخار کې د اسلامي امارت د ځواکونو او مقاومت جبهې نومې وسله والو ترمنځ د جګړې د رپوټونو له خپرېدو وروسته د مقاومت جبهې ادعا وکړه، چې په دغو سیمو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اوس د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مخکیني رییس عبدالله عبدالله په ګډون مارشال دوستم، محمد کریم خلیلي، محمد محقق او ځینو سیاسي څېرو په دې تړاو غبرګون ښودلی دی.
عبدالله عبدالله ویلي دي، چې د انحصار او حذف سیاست هېواد د کړکېچ پر لور بیایي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې په دې تړاو بې پرې څېړنې وکړي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکینی رییس عبدالله عبدالله وايي:«له افغانستانه د وروستیو ورځو د ناوړه او خواشینوونکو پېښو داسې مستند خبري رپوټونه رارسېږي، چې په پنجشېر او تخار ولایتونو، انداربونو او خوست کې نظامیانو د مظلومو ملکي خلکو په صحرایي محاکمې، وژنې او شکنجې لاس پورې کړی دی. له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ادارو غوښتنه کوو، چې د وروستیو پېښو په تړاو بې پرې څېړنې ترسره او پایلې یې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.»
د عبدالرشیم دوستم په مشري جنبش ګوند او ځینو نورو سیاستوالو، عبدالرب رسول سیاف،محمد کریم خلیلي او محمد محقق په دې تړاو ورته غبرګونونه لرلې دي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«حکومت دې سترګې نه پټوي او د دې مخه باید ونیسي او کنټرول یې کړي؛ اصلاً هغه څه چې لازم دي دا دي چې ښاغلی متقي او ښاغلی ایزدیار دې ژر تر ژره د پنجشېر د سولې مذاکرات بیا پيل کړي.»
خو اسلامي امارت په دغو سیمو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل ردوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د هغو کسانو په هکله چې بغاوت درلود او امنیت یې اخلال کاوه چاڼیز عملیات یې ترسره کړل چې په سلګونه تنه تسلیم شول او وسلې، تجهیزات او وسایط یې د اسلامي امارت لاس ته ولوېدل؛ مُلکي کسان نورمال وضعیت لري. هغه رپوټونه او شایعات چې په دې هکله خپرېږي هغه موږ په جدي توګه رد وو.»
بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي دي،چې په پنجشیر،تخار او بغلان کې د ملکیانو د وژل کېدو رپوټونه تر څار لاندې لري.
په دې اړه مو اندونه