Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د امنیتي پېښو پر پوښښ له بندیزونو د خبریالانو نیوکې

ځينې خبریالان له هغه څه چې په کابل کې د امنیتي پېښو پر مهال په خبري پوښښ د بندیز لګېدل ګڼي نیوکه کوي.

په دې منځ کې جواد اعتمادي په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال دی. دی وايي، د جمعې په ورځ د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې شوې چاودنې ته نږدې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ونیول شو.

هغه چې، د یکشنبې ماسپښین مهال بېرته خوشې شو؛ د خپلې نیونې د څرنګوالي په اړه داسې وايي.

ښاغلي اعتماد زیاته کړه:«کله چې ما تصویر اخیسته زما مخنیوی یې وکړ؛ زه یې په لغتو او سوکانو ووهلم؛ بیا وروسته یې بندي کړم.»

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه خبریال د ناسم پوهاوي له امله نیول شوی و او له هغه سره هر ډول زور زیاتی ردوي. 

په دې منځ کې ځینې خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونه په دې وروستیو اوونیو کې په کابل کې د امنیتي پېښو د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

خبریال فروغ فیصي وویل:«کله چې په یوې سیمه کې د امنیت ضد یوه پېښه رامنځته کېږي او موږ خبریالان د پېښې د پوښښ لپاره ځوو؛ له بده مرغه موږ ته اجازه نه راکوي چې تصویر واخلو.»

له بل لوري له رسنیو ملاتړي بنسټونه د اطلاع رسونې پر بهیر هر ډول محدودیت د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې ګڼي.

د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«رسنۍ او خبریالان حق لري چې ولاړ شي او تصویر واخلي او خبر خپور کړي؛ که چېرې د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت لګول کېږي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر پښو لاندې کېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په دې برخه کې باید له امنیتي مسوولانو سره همغږي وي؛ کله چې هغوی مناسب ووني حتماً به همکاري وشي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت د ټولیزو رسنیو قانون د اجرا وړ بللی و؛ نو اوس له خبریالانو سربېره د رسنیو ملاتړي بنسټونه د یاد قانون د عملي کېدو غوښتنونکي دي؛ ځکه د دوی په باور د دغه قانون په عملي کېدو سره به د اطلاع رسونې پر وړاندې ډېری ستونزې حل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه