Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا د فرمانونو د عملي کېدو لپاره د امر بالمعروف وزارت ټينګار

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له پوځیانو غواړي چې د اسلامي امارت د مشرانو فرمانونه عملي کړي.

د دغه وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان منیر په پروان ولایت کې په یوه غونډه کې وایي چې پوځیان باید د عدلي او قضايي بنسټونو کارونه ترسره نه کړي او د خلکو په ځورونې لاس پورې کړي.

 نوموړي وویل:«د عدالت تله په قضا او محکمه کې ده، هر چا ته باید د د جرم په مطابق سزا ورکړل شي.»

ښاغلی منیر پوځیانو ته حکم کوي، هغو سیمو او تفریح ځایونو ته له تلو ډډه وکړي چې د خلکو د ځورونې لامل کېږي:«تفریح ځایونو ته تګ د خلکو د ځورونې لامل کېږي، له دې کاره ډډه وکړئ او په راتلوونکي کې یې مه ترسره کوئ.»

له بلې خوا، د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي چې د امارت د مشرانو ټول فرمانونه عملي کوي.

د پروان امنیه قومندان مولوی عزیز الله عمر وویل:«په لومړي سره کې موږ چارواکي د اسلامي امارت اوامر عملي کوو او په ټولو مجاهدینو یې هم عملي کوو او دا اړینه ده.»

د پروان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رییس محمد صابر عمر څرګنده کړه:«باید له خلکو سره ښه چلن وشي. په ځينو موردونو کې ستونزې وې چې حل به شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د عمومي بښنې په وړاندې د اسلامي امارت له فرمانه د ځینو پوځیانو د سرغړونو په هکله اندېښنې څرګندې شوې او د هېواد په ځینو سیمو کې د مخکیني حکومت پوځیانو د ځورونو او آن وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه