Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د م.م د بشري حقونو شورا دځانګړي راپور ورکوونکي لومړنی سفر

ملګرو ملتونو کابل ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي د سفر خبر ورکړی دی. او افغانستان ته د «ریچارډ بنټ» د سفر موخه په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څېړل دي.

 د دغه سازمان په وینا، د ریجارډ بنټ سفر به ۱۱ ورځنی وي چې په افغانستان کې به د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت به وارزوي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي:«ریچارډ بنټ به د نړۍوالو اسنادو پر بنسټ د بشري وضعیت او د بشري حقونو د نقض د ارزولو لپاره په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو، د مدني ټولنې له غړو او د ډيپلوماټيکې ټولنې له غړو سره خبرې وکړي.»

د رپوټونو له مخې، ښاغلی بنټ به په خپل دغه سفر کې د افغانستان ځينو سیمو ته هم سفر وکړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
             
د نړۍوالو چارو شنونکي ولي فروزان وویل:«له بې وسلې کسانو سره ډېر بد چلن کېږي؛ دغه اسیران ربړول او وژل کېږي. هغه رپوټ چې ښاغلی بنټ یې چمتو کوي کولای شي چې په بې پرې توګه ټولې پېښې وڅېړي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم وايي:«ځانګړی رپوټ ورکوونکی به د طالب چارواکو غوږ ته دا ورسوي که چېرې ټاکل شوې ده چې د طالبانو حکومت د نړۍوالۍ ټولنې غړیتوب ته داخل شي او له نړۍوالې ټولنې سره تعامل ولري هېڅ شونې نه ده چې بشري حقونو ته پاملرنه ونه شي.»

ملګرو ملتونو د روان کال په وري میاشت کې ریچارډ بنټ د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکه. ښاغلي بنټ څه موده وړاندې طلوع نیوز ته ویلي وچې، د افغانستان د مخیکني دولت د کارکوونکو د شکنجې او وژلو په ګډون به د هغوی د لادرکه کېدو او نیونو ادعاودې له نږدې وڅېړي او پایلې به یې له ملګرو متلونو سره شریکې کړي.

ملګرو ملتونو د روان کال په وري میاشت کې ریچارډ بنټ د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه