Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام له ۱۷ مېلیونه افغانانو سره مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام چې د ملګرو ملتونو یوه مرستندویه څانګه ده، وایي چې په وروستیو پنځه میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې پر ۱۷ نیم مېلیونه تنو خوراکي او بېړنۍ مرستې وېشلې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویاند وایي، چې دوی به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر پایه له پنځه نیم مېلیون تنو نورو سره هم مرسته وکړي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وویل:«موږ تراوسه توانېدلي یوو چې څه باندې ۱۷ مېلیونه تنو ته د خوړو او پیسو مرستې ورسوو، چې هغوی وکړای شي ځان ته خواړه پرې وپېري. په دې کې عاجله بشري اړمنو ته د ځواب وینې پروګرام، اړمنو خلکو او د خوړو برخو او یا پروژې او نورو برخو کې شامل دي چې د خوړو نړۍوال پروګرام یې په افغانستان کې تطبیق وي.»

بل خوا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په یوه رپوټ کې ویلي دي،چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د عایدو د کموالي له امله ځانته وچه ډوډۍ او د درېیو څاښتونو خواړه نه شي برابرولی.

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګری څارونکی وايي:«شاوخوا اویا سلنه افغان کورنیو راپور ورکړی دی،چې د عایدو د کمېدو له امله د خپلو خوړو او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.»

په دې لړ کې اوس اوس ملګرو ملتونو ویلي دي چې، د بودیجې د کمېدو له امله به له افغانستان سره د دغه سازمان مرستې د پاموړ کمې شي.

بل خوا د اقتصادي چارو شنونکي د نړۍوالو مرستو کمېدل په افغانستان کې د بې وزلۍ د خطر زنګ ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکې فرزانه حیدري وايي:«د اقتصادي اصلي فکټورونو فلج والی او ضعیف والی اړتیا ده چې نړۍوالې مرستې په لنډمهالي او اوږد مهالي کې دوام پيدا کړي له هغې پرته د خلکو او کورنیو اقتصادي وضعیت به خراب شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې د اقتصادي ناورین او وچکالۍ له امله نږدې ۲۰ مېلیونه افغانانو له سختې لوږې سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه