Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.امارت: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي

کابل په افغانستان کې د احتمالي بې ثباتۍ په هکله د ټولیز امنیت تړون سازمان د اندېښنې په غبرګون کې وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد به کار ونه کارول شي.

اسلامي امارت ویاند یوځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت په هکله رپوټونه رد وي او ډاډ ورکوي چې په هېواد کې امنیت تامین دی.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت په دې هکله ډېر جدي دی چې خپل امنیت او د نورو پر ضد د خپلې خاورې نه کارولو مسله نوره هم ډاډه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټولیز امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان د امنیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د وسله والو ډلو فعالیت یې د دغه سازمان امنیت ته یې ګواښ ګڼلی دی.

د روسیې، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان په ګډون د ټولیز امنیت د تړون سازمان غړو هېوادونو په مسکو کې په یوې غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان په اعلامیه کې چې د مسکو له لوري خپره شوې ده، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي ټينګار شوی دی.

د ټولیز امنیت د سازمان اعلامیه کې راغلي دي:«موږ له نړۍوالې ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو او وسلو د قاچاق پر مخنیوي او دغه راز د ناقانونه کډوالۍ پر مخنیوي تمرکز کوو. موږ د افغانستان پرمختګ ته اهمیت ورکوو. بې ثباتي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت د دغه تړون د غړو هېوادونو د امنیت او ټيکاو لپاره ګواښ دی.»

دغه تړون له افغانستان سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ګډو پولو د امنیت پر ټینګښت هم ټینګار کړی دی.
  
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«حکومت باید د امنیت د تامین لپاره د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته داډ ورکړي او له دې اړخه خپلې اندېښنې رفع کړي له هغې پرته به ښه پایله ونه لري.»

د پوهنتون استاد سلیم کاکړ هم وویل:«که چېرې عملي کړنلارې هم ترسره کړي نړۍ باور نه کوي. نړۍ له اسلامي امارت سره د تعامل ارزښت لري او غواړي چې اسلامي مارت د هغو نورمونو له خوندینې سره چې په نړۍ کې دود دي، د نننۍ نړۍ کلي ته دننه کړي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې، تر دې وړاندې مسکو ویلي دي چې، ترهګر هڅه کوي د افغانستان له لارې ځانونه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ورسوي.
 
د ټولیز امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان د امنیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د وسله والو ډلو فعالیت یې د دغه سازمان امنیت ته یې ګواښ ګڼلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه