Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د منحل اعلان شویو بنسټونو په هکله د اسلامي امارت لیدلوری

د اسلامي امارت یو ویاند د پنځو بنستونو د منحل کېدو له اعلان یوه ورځ وروسته وايي چې منحل اعلان شوي بنسټونو د تېرو اتو میاشتو په لړ کې هېڅ فعالیت نه درلود.
 
د بشري حقونو کمېسیون، د امنیت شورا، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاګانې او د ملي روغې جوړې عالي شورا هغه بنسټونه دي چې، منحل اعلان شوي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وویل:«هغه ادارې چې کار کوي او فعال دي، هغوی ګټور او پایله لرونکي دي، هغوی خپل کارونه مخته بیايي، خو هغه ادارې چې اوس یې کارونه درېدلي دي او فعالیت نه کوي هغوی کارونه د اوس لپاره درول شوي دي. هر وخت که چېرې بیا اړتیا شوه، بېرته احیا کېږي.»

بل خوا د بشري حقونو د څاربنسټ د اسلامي امارت د دغه کار په غبرګون کې وایي چې، د دا وړ بنسټونو منحلول په افغانستان کې د بشري حقونو د شاتګ په معنی دي.
 
د بشري حقونو د څاربسټ مرستیاله هېډر بار څرګندوي:«پرون د افغانستان د بشري حقونو لپاره توره ورځ وه. طالبان رسماً اعلان وکړ چې د بشري حقونو کمېسیون یې لغوه کړی دی، دا حرکت په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي او دغه راز په نړۍ کې د دغه هېواد د کېدونکي درناوي په برخه کې یو جدي شاتګ دی. د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو د ملي بنسټ په نوم یادېږي. د نړۍ هر هېواد باید دغه کمېسیون ولري.» 

اخوا د چارو شنونکي په دې باور دي، د یو شمېر ادارو په منحل اعلانېدو سره نه یوازې دغه ادارې په سسټماټيک ډول له منځه ځي، بلکې په هېواد کې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچه هم لوړوي.
 
پخوانۍ ډيپلوماټه شکریه بارکزۍ په دې هکله وايي:«دا ډول پرېکړې د بې کارانو په شمېر کې زیاتوالی راولي او کولای شي چې د افغانستان د خلکو لپاره یوه ستر سر خوږی وي. طالبان باید مسوولانه حرکت وکړي.»

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مخکینۍ کمېشنره شبنم صالحي هم څرګندوي:«طالبان د یوه مطلق واک غوښتونکي دي او نه شي کولای ومني چې یو نظام من جوړښت د هغوی په کړنو څارنه وکړي. نو پر دې اساس موږ وینوو چې افغانستان کرار کرار د مطلق پالنې په لور روان دی او د دا ډول بنسټونو په نشتون کې د افغانستان وګړي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه به بې برخې وي او موږ به یو مطلق ډوله نظام ولرو. هر هغه څه چې طالبانو غوښتي وي اجرا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکي وایي که چېرې په راتلونکي کې د دغو ادارو اړتیا احساس شي، نو بېرته به فعالې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه