Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سراج‌الدین حقاني: ښځې د حجاب اغوستلو ته نه اړباسو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، اسلامي امارت د هېواد ټولو وګړو حقونو ته ژمن دی.

نوموړي چې له امریکايي "سي‌ان‌ان" ټلوېزیون سره خبرې کولې همداراز ویلي، اسلامي امارت ښځې د حجاب اغوستلو ته نه اړباسي، خو سپارښتنه ورته کوي، څو اسلامي امر عملي کړي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې: «که د حجاب په اړه خبرې وکړم، د اسلامي شریعت له مخې، حجاب یو امر دی. موږ په هېواد کې د یوې اسلامي حکومتولۍ غوښتوونکي یوو. د اسلامي حکومت په چوکاټ کې، موږ د ټولو حقونو ته ژمن یوو. موږ د حجاب اغوستلو ته ښځې نه اړ باسو، موږ هغوی ته مشوره او تبلیغ کوو. حجاب ښځو ته په کاري او ښوونیزو ځایونو کې باعزته چاپېریال رامنځ‌ته کوي. حجاب اجاري نه‌دی، خو یو اسلامي امر دی چې هر څوک یې باید پلی کړي.»

سراج‌الدین حقاني د ښځو د کار په اړه وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د اسلامي او ملي قوانینو په په نظر کې نیولو سره ښځو ته کاري فرصتونه پیدا کړي.

نوموړي په‌دې اړه وویل: «په افغانستان کې اسلامي او ملي کلتورونه شته. دې قوانینو ته په کتو، کاري فرصتونه برابروو او دا زموږ موخه ده.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز ټینګار کوي چې کابل له امریکا او نورې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او اسلامي امارت اوس‌مهال امریکا ته د دوښمن په سترګه نه‌ګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه