Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو لپاره د کابل کوربتوب

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل په کوربتوب د پاکستاني طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت ترمنځ خبرو اترو لپاره زمینه برابرېږي.

ښاغلي مجاهد په یو ټویټ کې ویلي چې، په دغو خبرو کې پر بېلابېلو مسایلو او په ځانګړې توګه پر لنډ مهالي اوربند هم هوکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د خبر لپاره کابل ته د پاکستاني چارواکو د یو پلاوي او په ځانګړې توګه د ای اېس ای د پخواني رییس او پېښور کې د پاکستاني پوځ د قول اردو د اوسني قومندان فیض حمید د راتګ په اړه رپوټونه خپاره شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي:«د پاکستاني طالبانو د تحریک او پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې اترې د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې جوړې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت د ښه نیت په پار هڅه کوي چې د مذاکراتو لړۍ په بریالۍ توګه مخته ولاړې شي او له دواړو لورو غواړي چې نرمښت وښيي.»
‍ 
که څه هم تر اوسه د دغو خبرو اترو د ترسره کېدو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي خو رپوټونه وايي چې له تېرې اوونۍ راهیسې یو پاکستانی پلاوی په کابل کې دی.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«ټي ټي پي یوه ډله ده چې په خپله له پاکستانه افغانستان ته راغلې ده. که چېرې په کابل کې د روانو زمینه شویو مذاکراتو سره، دغه مسله په خپله پاکستانیان حل کړي، موږ خلک له یوه ستر جنجال څخه خلاصېږو.»      

د نړیوالو اړیکو شنونکی جاوېد سنګدل هم څرګندوي:«زه فکر کوم چې پاکستانیان په دا ډول غونډو کې څو موخې لري. په لومړي سره کې غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې افغانستان کېدای شي د نړۍ لپاره یو ګواښ وي.»

د اسلامي امارت په منځګړیتوب دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت تل کابل د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته پر پناه ورکړې تورن کړی دی.
د پاکستان پوځ په ځلونو ویلي چې هیواد ته یې ترهګر د افغانستان له خاورې ور اوړي او بریدونه کوي، خو کابل بیا تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه