Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د القاعدې او داعش د حضور په هکله څېړنه

د امریکا دفاع وزارت وايي شونې ده چې اسلامي امارت د ۱۲ تر ۲۴ میاشتو په لړ کې په افغانستان کې پر القاعده ډلې بندیزونه کم کړي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت په خپل تازه ۸۸ مخیز رپوټ کې چې د دغه هېواد کانګرس ته یې لېږلی دی، په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د القاعدې او داعش فعالیت ارزولی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونه او خوځښتونه محدود ساتلی دی.

خو اټکل شوی دی،چې طالبان به احتمالاً په راتلونکې کې پر القاعدې خپل محدودیتونه کم کړي.

د امریکا دفاع وزارت دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«د امریکا دفاع وزارت دا موندلې ده چې طالبانو د امریکا له دولت سره د ۲۰۲۰ کال د دوحې په لاسلیک کړې هوکړه کې د ترهګرۍ ضد ژمنو د عملي کولو لپاره د القاعدې او نورو ډلو پر وړاندې اقدامات ترسره کړي دی، که څه هم څارنه او دوامداره تعامل به لاهم اړین وي. د سنټکام د ارزونې له مخې، ښایي طالبان دغه محدودیتونه له راتلونکو ۱۲ تر ۲۴ میاشتو پورې کم کړي او القاعدې ته د نورو حرکتونو د آزادۍ ،د روزنې او سفرونو او په بالقوه توګه د بهرنیو عملیاتو د بیا ترسراوي امکان برابر کړي.»

د دغه رپوټو له مخې، د داعش خراسان څانګه لاهم په افغانستان کې د یوه ګواښ په توګه پاتې ده. په دغه رپوټ کې ویل شوي دی چې داعش پر طالبانو، مذهبي لږکیو او اقتصادي بنسټونو خپل بریدونه متمرکز کړي څو امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د طالبانو مشروعیت کمزوری کړي.           

د امنیتي چارو شنونکی اسدالله ندیم څرګندوي:«په دا ډول موردونو کې د امریکايي چارواکو او بنسټونو رپوټونه تر ډېره بریده سیاسي دي او یا هم ستر ښودنه کوي او یا دا چې پاملرنه نه کوي، خو په واقعیت کې دا ډلې تر هغې په افغانستان کې فعالیت لري د افغانستان په واکمنۍ کې دي او ملاتړ یې کېږي او د افغانستان د خلکو امنیت ته خطرناک دي بالقوه ګواښ دي.»

خو کابل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په تړاو اندېښنې بې بنسټه ګڼي او وایي چې داعش د له منځه تلو په حال کې دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«زموږ په هېواد کې هېڅ ځواک او هېڅ ځوښت شتون نه لري چې د نورو په وړاندې او د نوو هېوادونو پر ضد بریدونه تنظیم کړي او نه هم اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ او دریځ له مخې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي نور او یا هم د نورو ګټې وګواښي.»

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي دي، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې پر دغه هېواد هېڅ هوايي برید نه دی ترسره کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه