Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاست د سیګار نیوکه

د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي «سیګار» په یوه تازه راپور کې لیکلي، د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ پرېکړې د دې سبب شوې چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوري او د افغانستان پخوانی حکومت نسکور شي.

سیګار په‌دې راپور کې زیاته کړې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناسمې تګلارې د د دې لامل شوې چې مخکینی حکومت له ماتې سره مخ شي.

سیګار د افغانستان پر وړاندې د امریکا د سیاستونو څرنګوالي ته په اشارې زیاته کړې، په دوحه کې د تړون لاسلیکولو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه دا چاره د دې لامل شوه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشل شي.

په‌دې راپور کې همداراز راغلي: «د سیګار موندنې ښيي چې د مخکیني حکومت پرځېدل له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا د دوو ولسمشرانو د پرېکړو له امله و، په داسې حال کې چې د افغانستان پوځ پر ځان بسیا نه وو.»

په دغه رپوټ کې دغه راز راغلي دي چې امریکا افغانستان ته د یوه اغېزناک او پایېدونکې امنیتي سکټور په جوړولو کې له پېله له ماتې سره مخ وو او د امریکا د یوې منظمې تګلارې نشتوالی د دې لامل شو چې دا هېواد له افغانستانه په بېړه ووځي.

بل‌خوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي په‌دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه مهدي افضلي طلوع‌نیوز ته وايي: «د افغانستان په بدلونونو کې د ښکېلو هېوادونو د بهرنیو سیاستونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، په افغانستان کې دننه سیاسي او اقتصادي فساد هغه عمده عوامل وو چې افغان حکومت یې نسکور کړ.»

سیګا دغه راز لیکلي، د افغانستان د مخکیني حکومت د نسکورېدو نور لاملونه به ډېر ژر په نورو راپوټونو کې اعلان کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه