Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انقرې ناستې اعلامیه: شورا پر مذاکرې او پوځي اقدام تمرکز کوي

په ترکیه کې یو شمېر افغان سیاستوالو، پخوانيو جهادي مشرانو او د پخواني حکومت چارواکو له ناستې یوه ورځ وروسته خپله ګډه اعلامیه په دوو برخو کې خپره کړه.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم دا شورا په‌دې اعلامیه کې وايي، د دې شورا جوړېدل له اوسني حالته د افغانستان د وتلو لپاره اغېزناک دي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دوی فعالیتونه به په دوو برخو ورټول وي چې لومړی یې خبرې اترې او دویم یې پوځي ګامونه پورته کول دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د دې جبهې کاري پروګرام دوه سترې سیاسي او پوځي برخې لري. له شک پرته، موږ د تلپاتې سولې رسېدو لپاره سیاسي چارو ته لومړیتوب ورکوو.»

دا غونډه پرون په ترکیه کې ترسره شوه او طلوع نیوز ته سرچینو ویلي چې ټاکل شوې دا غونډه څو ورځې دوام وکړي.

د افغانستان ملي خوځښت ویاند احسان نیرو وايي: «په ډېر اټکل سره دا ناسته ادامه پیدا کوي او یو بل هېواد به د دې ناستې کوربه وي.»

خو د دا ډول شوراګانو د جوړولو پایلې به څه وي؟

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «موږ له افغانانو ته وړاندیز کوو چې ټول شخصیتونه او افغانان چې د هېواد ملي ته ګوري، باید له یوې سوله‌ییزې او سیاسي ټولنې له لارې سره یو ځای شي.»

د سیاسي چارو کارپوه ولي فروزان په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «کولای شي اوسني نسبي امنیت ته یو جدي ګواښ پېښ کړي او طالبان دې یو ځل بیا پر خپلې پالیسي کتنه وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله کابل وايي، سرپرست حکومت له مخالفو څېرو سره د خبرو او تفاهم لاره پرانېستې ده، خو هر ډول پوځي ګام اخیستلو ته به اجاره ور نه‌کړي.

د اسلام امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «که د افغانستان له سولې او ټینګښت سره مرسته وکړي، موږ ستونزه نه‌لرو، خو موږ چې څه مالومات لرو، که پوځي کارونو او مخالفت ته مخه کړي، افغانان به ورته اجازه ور نه‌کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه