Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې کارګر ماشومان د زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي

په کندوز کې ځینې کارګر ماشومان وايي که چېرې دوی ته د زده کړو زمینه برابره شي کولای شي چې د کار تر څنګ خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړي.

دغه ماشومان چې په سړکونو په درنو کارونو بوخت دي وايي چې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره اړ یوو چې د زده کړو پر ځای په درنو کارونو لاس پورې کړو.

کارګر ماشوم ضمیر وايي:«موږ باید درس ولولو، همدا زموږ د درس وخت دی، زه له خپل ورور سره کار کوم.»

یوازې ضمیر نه بلکې په زرګونه نور ماشومان هم په درنو کارونو بوخت دي. 

بل کارګر ماشوم نجیب الله هم وايي:«که چېرې زه کور ته پیسې ونه سم زموږ کور څوک تمویلولای نه شي، پلار مې سپینږیری دی، موږ غواړو چې موږ درس ولولو او له موږ سره مرسته وشي.»

صفي الله هم هغه ماشوم دی چې په واټونو کار کوي نوموړی وايي:«۱۰ تر ۲۰ افغانیو کار کوم چې کور ته ډوډۍ یوسم؛ ښوونځي ته نه ځم، له دولته غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»

بلخوا د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د دغو ماشومانو د راټولولو او دوی ته د مرستې بهیر پیل شوی دی.

د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله روحاني وویل:«هغه یتمیمان چې په واټونو کې کار کوي او د ژوند اسانتیاوې نه لري او له زده کړو بې برخې دي په دې هکله اقدام کوو.»

که څه هم د دغه ولایت په واټونو او سړکونو کې د کارګرو ماشومانو حضور نوې مسله نه ده؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې د دغو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

تنګ لاسي او بې وزلي هغه لاملونه دي چې دغه ماشومان یې اړ کړي چې د زده کړو پر ځای په درنو کارونو لاس پورې کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه