Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره د زده کوونکو نجونو غوښتنه

ځينې زده کوونکې له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دغه زده کوونکې چې شمېر یې څه باندې ۶۰ تنو ته رسېږي د ښځو د مرستې او پرمختګ بنسټ کې د مسلکي زده کړو په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړي دي.

دغو ښځينه زده کوونکې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله یې تخنیکي زده کړو ته مخه کړې ده.

یو شمېر دغو ښځينه زده کوونکو نن د افغان ښځو د مرستې او پرمختګ موسسې د تخینکي او مسلکي زده کړو له یوې ښوونیز پروګرام نه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

دغه زده کوونکې وایي، چې له ښوونځيو نه لېرې والي یې پر روح و روان منفي اغېز کړی دی.

زده کوونکې نجیبه وايي:«اسلامي امارت د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي؛ موږ له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي.»

زده کوونکې عایشه څرګندوي:«موږ خپل حق غواړو چې په هر ډول شرایطو کې چې وي حجاب وي، یا اوږدې جامې وي؛ لکه څرنګه چې نن موږ له دغې موسسې فارغ شوو غواړو چې همدا ډول له ښوونځي او پوهنتونه هم فارغ شو.»      

بل خوا د دغو مراسمو یو شمېر ګډونوال هم د نجونو د متوسطو او لېسو پرانیستل مهم ګڼي.

د احمد شاه بابا مېنې د ولسي شورا پخوانی رییس  سمیع الله ستانکزی وايي:«هیله لرو چې ژر تر ژره ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي، چارواکي او اسلامي امارت په دې برخه کې هم پاملرنه وکړي چې زموږ خویندې هم کار وکړي او هم درس ولولي.»

بل خوا د افغان ښځو د مرستې او پرمختک بنسټ وایي، چې د فارغو شویو نجونو او مېرمنو شمېر شپېتو تنو ته رسېږي، چې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او روغتیا په برخو کې یې تخینکي او مسلکي زده کړې کړې دي.

د افغان ښځو د مرستې او پرمختګ بنسټ اجراییه مدیر حبیب الرحمن وویل:«د مسلکي برخې شاګردان چې دوه برخې لري، خیاطي او لاسي صنایع چې زموږ خویندو په څو میاشتو کې په دې برخه کې روزنه لیدلې او په لومړي پړاو کې فارغ شول.»

دا په داسې حال کې ده چې د دې غونډې یو شمېر ګډونوالې مېرمنې له حکومت او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه