Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځينه ویاندویانو پر مخ پټولو د امر بالمعروف ټينګار

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ټلوېزیونونو ښځينه ویاندویانې باید خپل مخونه پټ کړي.

د امر بالمعروف وزارت د ویاند په وینا ښځينه ویاندویانې مکلفې دي چې سر له سبا «یکشبنې» د ټلوېزیوني خپرونو په لړ کې ماسک وکاروي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته هم وايي چې دغه پرېکړه قطعي ده او په دې هکله بحث او مخالفت ته ځای نشته.

د ښځينه ویاندویانو د مخ د پټولو سپارښته د امر بالمعروف وزارت له لوري دوه ورځې وړاندې په شفاهي توګه رسنیو ته وشوه. خو اوس دغه وزارت یو ځل بیا ټينګار کوي چې د ټلویزیوني خپرونو د ښځینه چلوونکو مخ باید پټ وي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت:«ځینو رسنیو داسې راپورونه نشر کړي چې د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هغه پرېکړه بېرته اخیستې چې ګواکې ښځینه نطاقانې کولی شي په لوڅ مخ د ټلوېزیون پر سکرین راښکاره شي، چې دا هېڅ حقیقت نه لري او سر له سبا حتماً باید هره ښځینه چې د ټلوېزیون پر مخ راڅرګندېږي مخ یې حتماً په ماسک باید پوښل شوی وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د امر بالمعروف وزارت له دغې پرېکړې ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«حجاب یو حکم دی چې څو ورځې مخکې صادر شو، چې له استثنا پرته د ټولو افغانانو لپاره دی. زموږ هیله دا ده چې زموږ ټولې افغان خویندې هغه مراعات کړي یو دیني امر دی او هغه امر دی چې له عفت او عزت سره یې مرسته کوي.»

بل خوا یو شمېر خبریالانې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر دغې پرېکړې نیوکه کوي او وایي چې د ماسک تړل یې د خپرونې پرمهال له ستونزو سره مخ کوي.

  د طلوع ټلویزیون د بامداد خوش خپرونې ویانده یلدا علي وویل:«زما لپاره څومره سخته وه دا چې خپرونه مې له ماسک سره مخته بوتله ډېره ناراحته وم.»

د طلوع نیوز د خپرونو چلوونکې تهمیه عثماني هم وايي:«د درې یا له درې ساعته زیاتو د خپرونې مخته بیول په یوې تړلې فضا او له ماسک سره هغه څه چې د اسلامي امارت له خوا فرمان صادر شوی دی زما په اند ډېر ستونزمن کار دی.»

خو آيا په نورو اسلامي هېوادونو کې د ټلوېزیوني خپرونو پرمهال د ښځينه چلوونکو د مخ پټېدل دود دي او کنه؟؟

 د پوهنتون استاد محمود مرهون څرګنده کړه:«له بده مرغه موږ وینوو چې د ښوونځيو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدل او په ټلوېزیونونو کې د ماسک اجباري کېدل دا په هېڅ هېواد کې نه دي لیدل شوي او په اسلامي هېوادونو کې هم نه دي لیدل شوي دا د خپله هېواد د واکمنو شخصي تعبیر او تفسیر او کلتور دی.»

د ټلوېزیوني خپرونې د ښځینه ویاندویانو د مخ د پټولو په تړاو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پرېکړې په ټولنیزو رسنیو کې هم بحثونه راپارولي دي او ځينو کاروونکو د امر بالمعروف وزارت پر دې پرېکړه نیوکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه