Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته د پخوانيو چارواکو د راستنېدو لپاره د تماس کمېسیون غوښتنه

له شخصیتونو سره د تماس ډلې کمېسیون رییس وايي چې شخصیتونه یا پخواني دولتي چارواکي چې هېواد ته راستنېږي ځان او مال یې محفوظ دی او مشروع غوښتنې یې منل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د دغه کمېسیون رییس د دغه کمېسیون د کار له پيل سره وایي چې اسلامي امارت هغوی لپاره چې په شلو کلونو کې له هغوی سره په جګړه وو عمومي عفو اعلان کړې ده او هېواد ته د هغوی د راستنېدو غوښتونکي دی.
        
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شهاب الدین دلاور وویل:«ټولو افغانانو ته زموږ پيغام دا دی چې دا یې هېواد دی او هغوی کولای شي چې دغه هېواد ته راستانه شي او کولای شي چې له ټولو امتیازیاتو برخمن شي. موږ د هغوی لپاره کومه ځانګړې پرېکړه نه لرو. نه هم کومه موثره غونډه وه، یو څو کسان سره یوځای شوي وو اواز یې پورته کړی دی.»

د دغه کمېسیون تګلاره چې پنځلس مادې لري، هغو سیاسي څېرو ته چې هېواد ته راستنېږي، ډاډ ورکوي چې د اوسېدو لنډمهاله ځایونه او ځانګړی کارټونه ورته په پام کې نیول شوي دي.
         
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمدالله وثیق څرګندوي:«دا کمېسیون د هغو ټولو سیاسي او نظامي شخصیتونو په اړه بشپړ معلومات راټولوي او ځایونه یې تثبیتوي چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو څخه مخکې یا وروسته د نه خوندیتوب له امله بهر ته تللي یا په هېواد کې دننه دي خو له اسلامي امارت سره مخالفت لري.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هېواد ته راستنېدونکو څېرو ته به د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي او کنه داسې وایي؟
        
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شهاب الدین دلاور وویل:«د هغوی د فعالیت موضوع هغه مهال پېلېږي، کله چې هغوی راځي او لومړنۍ غوښتنې یې تامین کېږي، لکه د هغوی د سر او مال امنیت، د عزت او پت امنیت او همدارنګه عادي ژوند ته د هغوی راستنېدل، نور موضوعات وروسته ترسره کېږي.»

نوموړي زیاته کړه:«چې له اشرف غني او یا هم کوم بل کس سره مذاکره نه ده شوې او نه هم مذاکراتو ته اړتیا شه، سراسري امنیت راغلی دی، ملي واکمني راغلې ده، د افغانانو ترمنځ سوله شته، یوازې باید نظام پياوړی شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تېره اوونۍ په انقرې کې شاوخوا څلوېښتو سیاسي څېرو او پخوانیو جهادي مشرانو په یوې غونډه کې مذاکرات د هېواد د اوسنیو ستونزو یوازینۍ حل لاره وګڼله او دغه راز یې د اسلامي امارت پر وړاندې له دفاغي او نظامي لاور د کار اخیستو په تړاو هم  خبرداری وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه