Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امیرخان متقي سره د امریکا د استازو ټلېفوني خبرې اترې

د افغانستان لپاره د امریکا استازي وايي چې دوی په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شويو محدودیتونو په تړاو نړۍوال مخالفت یې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته رسولی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې هغه د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره خبرې کړې دي.

ښاغلي وېسټ په دغو ټویټونو کې لیکلي دي چې پر مهمو مسایلو لکه د نجونو زده کړې، د ښځو کار او فعالیت، د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره اقتصادي ثبات، پر ولسي وګړو برید او د مرستو پر دوام بحث او خبرې اترې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د امیکا ځانګړي استازي په دغو خبرو اترو کې ټینګار وکړ:«نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې باید ازادانه او له محدودیت پرته د پرمختګ لپاره کار وکړي ترڅو اړیکې بېرته عادي شي.» 

ښاغلي وېسټ په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون په ګډون د څو کمېسیونونو منحل کېدو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

ورته مهال د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دغو خبرو اترو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې محدودیتونو ته په نغوتې سره ویلي دي:«د افغان مېرمن او نجونو د حقونو احیا او د زیانمنو کسانو څخه ملاتړ له اسلامي امارت سره د اړیکو د پرمختګ لپاره ډېر اړین دی.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو خبرو له پخلي سره لیکلي دي چې ښاغلي وېسټ د یو لړ مهمو سیاسي او بشرپاله مسایلو په هکله خپل لیدلوری له امیرخان متقي سره شریک کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه